د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

سرنوشت: جان کري د ملي یووالي د حکومت عمر وغځاوه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره د ملي وحدت حکومت د مودې غځېدو او د بهرنیو ځواکونو له خوا د ملکیانو اوښتې مرګ ژوبلې ته ځانګړي کړي دي.

جان کري د ملي یووالي د حکومت عمر وغځاوه، دا د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د یوه تحلیلي مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې راغلي، کله چې تیره ورځ له جان کري څخه پوښتنه وشوه چې د ملي وحدت حکومت د موافقې شپږ میاشتې پاته دي او وروسته به څه کیږي؟ هغه په ځواب کې وویل چې د اجرائیه ریاست پوست پنځه کلن دی نه دوه کلن.

ورځپاڼې لیکلي، سیاسي توافق دا وو چې د ملي وحدت حکومت باید د دوو کلونو په پوره کېدو لویه جرګه را وغواړي او د اساسي قانون په تعدیل د اجرائیه ریاست پوست صدارت ته واړوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه توافق موده اوږده کړه.

په مطلب کې د چارو د کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې د جان کري نظر د افغانستان د اساسي قانون، خپلواکۍ او ارادې خلاف دی او پر خلکو د ناقانونه حکومت د تپلو هڅه ده.

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، جان کري د ملي وحدت حکومت پر دواړو مشرانو فشار راوړی چې د حکومت پاته درې کلونو هم د همدې هوکړې په اساس وغځوي.

په سرمقاله کې راغلي، د جان کري له دې څرګندونو داسې ښکاري چې د نظام پریکړې به تر پایه د امریکا په لاس کې وي او حکومت به په هره مهمه موضوع کې د امریکا نظر پوښتي.

د ورځپاڼې په باور، د ملي یووالي حکومت هم مجبور دی چې دغه پریکړه عملي کړي ځکه چې له دې پرته بله لاره نه لري.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري هغه خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، له افغانستانه به دوامداره ملاتړ کوي او ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته یې درناوی لري.

په مطلب کې راغلي، کري دا هم ویلي چې له افغان حکومت سره د دې لپاره مرسته کوي چې دوی ترهګرو ته د ځالو د نه ورکولو اراده لري.

ویسا ورځپاڼې بیا په پکتیکا کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې څه باندې شل قومي مشران او مخور ووژل او همدومره نور یې ټپیان کړل.

په سرمقاله کې راغلي، دفاع وزارت ویلي چې د پکتیکا پیښې ته یې پلاوی ګمارلی، خو د لیکوال په خبره تیره اوونۍ په هلمند کې هم د ملکي مرګ ژوبلې د معلومولو لپاره پلاوی وټاکل شو، خو نتایج یې معلوم نه شول.

XS
SM
MD
LG