د کجکي او د باغ درې د بریښنا د تولید بندونه پانګونې ته چمتو دي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د کجکي او کاپيسا د باغ درې د بریښنا د تولید بندونه پانګونې ته چمتو دي.

په هغه اعلامیه کې چې جمهوري ریاست خپره کړې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ته دنده سپارلې چې د کجکي او د کاپيسا د باغ درې بندونه پانګونې ته وسپاري او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي.

په هلمند کې د کجکي د بریښنا درېیم فاز او د کاپیسا د باغ درې د بریښنا د تولید بندونو په فعاله کیدو سره به افغانستان د تولیدي برښنا له پلوه تر یوه حده خود کفا شي.

بل خوا د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي داسې طرحې یې جوړې کړې چې له مخې به یې تر راتلونکو څو کلونو پورې افغانستان د تولیدي بریښنا له اړخه په ځان بسیا شي.

د دغه وزارت د انرژۍ برخې مرستیال امان الله غالب نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا نوي طرحې یې د لمریزې، بادي انرژۍ او د بریښنا د تولید د بندونو لپاره جوړې کړې دي.

افغانستان اوس مهال ټول ټال ۱۱۵۰ میګا واټه بریښنا مصرفوي چې زر میګا واټه یې وارداتي او یوازې ۱۵۰ میګا واټه یې تولیدي بریښنا ده .