افغانستان کې سوله پاکستان، سیمه او نړۍ کې د سولې په معنا ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان او پاکستان امنیتي وضعیت یو بل پورې تړلی دی او په یوه هېواد کې ناامني د بل د نا ارامه کېدو سبب کیدای شي.

صلاح الدین رباني د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ملي ورځې لمانځ غونډه کې چې په کابل د پاکستان په سفارت کې جوړه شوې وه، وویل، له همدې کبله دوي تل د ترورېزم او سخت دریځۍ پر وړاندې د پاکستان پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیڅکله باید د پاکستان امنیت له افغانستانه بېل ونه ګڼل شي او که څوک دا فکر کوي ستراتیژیکه تیروتنه به یې کړي وي.

صلاح الدین رباني د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال وویل چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ خطر لپاره دوه اړخیزه همکاري او د باور رامنځته کول ضروري دي.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"د دواړو هېوادونو امنیت یو بل پورې تړلی دی نو ځکه که په یوه هېواد کې نا امني وي بل هېواد هم ترې زیانمن کیدای شي نو له همدې کبله موږ تل د ترورېزم او سخت دریزۍ پر وړاندې د مبارزې او د سولې په برخه کې د پاکستان پر همکارۍ تاکید کړی."

صلاح الدین رباني دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې چې په کابل کې د پاکستان سفارت په انګړ کې جوړ شوي وو، وکړې.

ښاغلی ربانی وايي، افغانستان او پاکستان په خورا سختو ورځو کې له یو بل سره دریدلي او تل به همداسې وي خو له دواړو ګاونډیو هېوادونو تمه کيږي چې د ګډو ګټو او ګواښونو لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د سولې په برخه کې د همکارۍ او د ترورېزم پر وړاندې د پاکستان پر ګډې مبارزې ټنیګار کوي چې په وروستیو کې یو شمېر افغان چارواکو ویلي چې د سولې په برخه کې پاکستان هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې کړي دي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وايي، پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې وه چې طالبان به د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي خو تر اوسه پاکستان دغه ژمنه نه ده عملې کړې.

سید ابرار حسین وویل، پرمختګ او سعادت ته د دواړو هېوادونو رسېدل یواځې د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې له لارې امکان لرلای شي.

په کابل کې د پاکستان سفیر بیا وايي، دی یقین لري چې په افغانستان کې سوله په پاکستان، سیمه او نړۍ کې د سولې په معنا ده.

سید ابرار حسین وویل، پرمختګ او سعادت ته د دواړو هېوادونو رسېدل یواځې د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې له لارې امکان لرلای شي.

ښاغلي حسین زیاته کړه:

"موږ همکاري غواړو نه مناقشه او تضاد، په افغانستان کې سوله او ثبات په یقین چې په پاکستان، سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په معنا ده.له دې کبله موږ واضح کړې چې یوه سوله ییز، باثباته او د پیاوړي اقتصاد لرونکی افغانستان زموږ لویه هیله ده. "

له دې ټولو سره ـ سره د سولې په برخه کې د ولسمشر سلاکار قطب الدین هلال د سولې په خبرو کې د پاکستان همکاري ضروري او اړتیا ګڼي.

خو هغه د دې پوښتې په ځواب کې چې ولې پاکستان تر دې دمه طالبان د سولې خبرو ته نه دي حاضر کړي؟ وویل شاید پاکستان پر طالبانو دومره نفوذ ونه لري لکه څنګه یې چې فکر کیږي.

محمد حدیث پردېس