د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

رفیقي: پاکستان باید د سولې د مذاکرو په اړه خپل دریځ روښانه کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې پاکستان د یوشمېر ملحوظاتو له وجې نه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه بیا پیل شي.

د دې شورا د دارلانشاه مشر د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل که چېري پاکستان د سولې مذاکراتو ته حاضر نشي دوی نورې بدیلې لارې په پام کې لري.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو اترو له ځنډېدو وورسته د افغانستان د سولې عالي شورا له پاکستان څخه غواړي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو د بیا پیل په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د دې شورا د دارلانشاه مشر محمد ایوب رفیقي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان د یوشمېر ملحوظاتو له وجې نه غواړي چې د سولې مذاکرات پیل شي.

ښاغلي رفیقي وویل که چېري پاکستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري ونه کړي دوی به نورې بدیلې لارې ولټوي:

"ولې باید پاکستان د سولې په مذاکراتو کې خپل چمتووالی ونه ښیې، له دې وړاندې سرتاج عزیز په ډېر واضح ډول ویلي چې له طالبانو سره داسې مناسبات لري چې کولی شي پر هغوی خپل تاثیر و لري چې هغوی د مذاکراتو میز ته کینوي، خو چې اوس دوی ونه توانېدل دا د دې معنی ورکوي چې یوشمېر ملحوظات شته چې دوی نه غواړي دا کار وکړي او موږ باید پوه شو چې دوی دا کار کوي یا نه په دې برخه کې زموږ چمتووالی څه کېږي موږ باید په دې ټولو مسایلو پوه شو، که چېري هغوی نه چمتو کېږي نو موږ نورې لارې چارې لرو چې له هغې لارې مخې ته لاړ شو."

نوموړي همدارنګه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پلاوي سره مذاکرات مهم وبلل اویې ویل چې د سولې عالي شورا به راتلونکي اوونۍ هم له دې پلاوي سره ناسته ولري.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاه مشر وویل چې د اسلامي حزب پلاوی لاهم کابل کې دی او دواړه لوري راتلونکو خبرو اترو ته پوره چمتووالی لري.

د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ اسلامي حزب چې د افغانستان د حکومت او د نړېوالو ځواکونو وسله وال مخالف ګڼل کېږي څو ورځې مخکې یې کابل ته د یوه پلاوي په رالېږلو سره پلازمینه کې خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د حکومت یوه چارواکي چې د خپل نوم د اخیستو څخه یې ډډه کول کول ازادي راډیو ته وویل، اسلامي حزب غواړي په دې مرحله کې په حکومت کې شریک او په ملکي او امنیتي موسسو کې ورته برخه ورکړل شي.

دغه چارواکي ویلي چې حکومت د حزب نظریات او وړاندیزونه اوري او په غوښتنو یې غور کوي خو تر اوسه کومه نهايي پرېکړه شوې نه ده.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې وه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې اترې د مارچ میاشتي په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شوي وای.

خو طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرې رد کړي او پر خپلو پخوانیو شرطونو يې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې افغان کارپوه حاجي سید داوود وایي چې حکومت د سولې لپاره مشخصه پالیسي نه لري او پاکستان له دې موضوع تاکتیکي استفاده کوي:

" که چېرې سوله د پاکستان په ژمنو حکم فرماشي د سولې په رڼا کې ټول مسایل ښه کېږي خو په خواشنیۍ سره چې اوس مهال طالبان په دوو ډلو ویشل شوي او پاکستان ته بیا یو ښه سند لاس ته ورغلی چې ووایي یوه ډله زموږ خبرې نه مني او بله ډله ممکن مذاکراتو ته چمتو شي، زه فکر کوم چې پاکستان بیا هم خپل د چل او نیرنګ سیاست ته دوام ورکړي."

نوموړي همدانګه د سولې په خبرو اترو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب چمتو کېدل مهم پر مختګ یاد کړ.

خو وایي چې د اسلامي حزب دا پلاوی هم له افغان حکومت نه یوشمېر غوښتنې لري او غواړي چې د حکومت په بېلابېلو برخو کې ورته ځای ورکړل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG