نور: د انتخاباتو د ځنډېدو مسؤلیت به د حکومت پر غاړه وي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو مسؤلیت د حکومت پر غاړه دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې ژر د انتخاباتو ۵۰ سلنه بودجه ورکړي څو د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په وخت وشي.

د دغه کمېسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه یې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره لازمه بودجه نه ده ترلاسه کړې.

نوموړی وايي دې ته په اشارې سره چې د انتخاباتو د ځنډېدو مسؤلیت د حکومت پر غاړه دی، وايي:

"که حکومت دا کار نه کوي او انتخابات ځنډېږي وروسته مسؤلیت یې هم د کمېسیون نه بلکې حکومت پورې اړه لري."

تېره اوونۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس احمد یوسف نورستاني ویلي و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره ۱۱۷ میلیونه ډالرو ته ضرورت لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس، احمد یوسف نورستاني: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ۱۱۷ میلیونه ډالرو ته ضرورت لري.

هغه ګواښ وکړ که حکومت ژر تر ژره د دغې بودجې ۵۰ سلنه د دوی په واک کې ورنه کړي ممکن انتخابات په ټاکلي نېټه ونه شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان کال د مېزان ۲۴ نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۴ نېټه ترسره کېږي.

وموغوښتل په دې اړه د حکومت تازه دریځ هم ولرو خو د مکررو تماسونو سره ـ سره بریالي نه شوو.

خو وړاندې اجرائیه ریاست د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې غوښتنې په غبرګون کې ویلي و هر ډول ټاکنې به د انتخاباتي اصلاحاتو وروسته ترسره شي.

په همدې حال کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د انتخاباتو لپاره ټاکلې نېټه موجه نه ګڼي او ټینګار کوي چې له اصلاحاتو وروسته به ټاکنې وشي.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې یا اکسین مشر جانداد سپین غر ازادي راډیو ته وویل که راتلونکي انتخابات له اصلاحاتو پرته وشي پایلې به یې ډېرې خرابې وي.

هغه زیاته کړه:

"د انتخاباتو لپاره چې کوم تاریخ تعیین شوی او یا د کمېسیون اوسنی ټینګار کاملاً غیرې موجه دی ځکه چې تر دې تاریخ نه کېږي چې هم اصلاحات راشي او هم د انتخاباتو لپاره چمتووالی ونیول شي، له اصلاحاتو پرته دانتخاباتو کول که هغه په وخت وي او یا له وخته وړاندې دا به شفاف او خلکو ته د منلو نه وي."

افغان حکومت د انتخاباتو د اصلاح لپاره په وروستیو هڅو کې د غوراوي کمېټه هم جوړه کړه څو د انتخاباتو د دواړو کمېسیونونو غړي پیشنهاد کړي، خو ویل کېږي د دغې کمېټې غړي هم په عادلانه توګه نه دي ټاکل شوي.

ولسمشر د خپل نوي فرمان له مخې د غوراوي کمېټې ته یو شمېر کسان ورزیات کړل او د رسنیو استازي يې ترې لیرې کړل، خو د رسنیو استازو د دوی له ګوښه کېدو وروسته وویل، د انتخاباتو د اصلاح په بهیر کې ډېرې ستونزې موجودې دي.

راپور: محمد حدیث پردېس