د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

نورستاني: د انتخاباتو کمېسیون ته دې۵۰فیصده بودجه ورکړل شي


د انتخاباتو د کمېسيون مشر احمد یوسف نورستاني
د انتخاباتو د کمېسيون مشر احمد یوسف نورستاني

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي چې دې کمېسیون ته دې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ژرترژره ۵۰ فیصده بودجه په واک کې ورکړي.

د دې کمېسیون مشراحمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې دوی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره حکومت ته د ۱۱۷ میلیونو ډالرو وړاندیز کړی دی.

اجرایه ریاست وايي چې افغان حکومت انتخاباتو ته ژمن دی خو له وړاندې ځینې شرطونه شته چې باید پوره شي.

له دې سره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د راتلونکي میزان ۲۴ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي، اوس د یاد کمېسیون چارواکي وايي چې که حکومت ورته ۵۰ سلنه بودجه ژر ورنه کړي ممکن دا انتخابات په ټاکلي موده ترسره نه شي.

ددې کمېسیون مشراحمد یوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د راتلونکي انتخاباتو لپاره یې له حکومته د ۱۱۷ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

ښاغلی نورستاني وايي چې ملګروملتونو هم په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره چمتووالی ښودلای خو افغان حکومت یو دریځ نه لري.

"د جدي د میاشتې په دېرشمه نېټه موږ حکومت ته یو مکتوب لیږلی او په هغې کې مو غوښتنه کړې چې د دلوې میاشتې تر نیمایې پورې دې لږ ترلږه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ۵۰ فیصده بودیجه ورکړي ترڅو زموږ د انتخاباتو لومړني عملیاتي کارونه پیل کړو خو بدبختانه د حکومت له لوري کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی او دا د دې سبب کیږي چې راتلونکي انتخابات وځنډیږي."

په همدې ډول ښاغلی نورستاني له جمهورریس غني غواړي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په نوم دې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د ځينو حکومتي چارواکو، نړېوالو بنسټونو او سفارتونو مداخلې مخه ډب کړي.

نوموړی هیله لري چې نړېواله ټولنه دې د مداخلو پرته د انتخاباو له بهیر سره مرستو ته زړه ښه کړي.

دا غوښتنې داسې وخت مطرح کیږي چې جمهورریس محمد اشرف غني بیا د انتخاباتي نظام د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په اړه تقنیني فرمان صادر کړی دی.

د نوي دغې فرمان له مخې د غوراوي کمېټې غړي ډير شوي او دوی ته د دې صلاحیت ورکړل شوی چې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره کمیشنران غوره کړي.

که څه هم د دې فرمان برخلیک لامعلوم نه دی خو د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې چارواکي هغه یو غیرقانوني کار ګڼي.

اجرایه ریاست وايي چې اوسني کمېسیونونه قانوني مشروعیت نه لري خو حکومت به د اصلاحاتو له راوستلو وروسته د کمېسیونونو سره په ګډه د انتخاباتو لپاره اړتیاوې پوره کړي.

د اجرایه ریاست یوه ویاند جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل.

"افغان حکومت انتخاباتو ته ژمن دی خو د انتخاباتو لپاره شرط د ټاکنیز نظام اصلاح ده، هرډول انتخابات به له اصلاحاتو وروسته کیږي او راتلونکي انتخابات به نوي کمېشنران ټاکي اوسني کمېسیونونه مشروعیت نه لري نو د هغوی هر ډول فعالیت د حکومت لپاره اعتبار نه لري."

جمهوري ریاست بیا د انتخاباتي کمېسیونونو د برخلیک په اړه واضح څه دریځ نه دی ښودلای خو د انتخاباتي سیستم په اصلاح یې بیا ټينګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG