د اروپایي ټولنې او د لویدیځ بالکان مشران نن په ویانا کې غونډه کوي

د اروپایي ټولنې او د لویدیځ بالکان مشران نن په ویانا کې غونډه کوي او تمه ده چې د کډوالو پر مسالې تمرکز وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فیدریکا مغیریني به هم له مهالویش سره سم په دې غونډه کې برخه واخلي.

د البانیا، بوسنیا هرزیګوونیا، کاسوو، مسدونیا، مونتنیګرو او سربیا مشران او د یو شمېر هغو اروپایي هېوادو وزیران ویانا ته رسیدلي دي چې هېوادونه یې له اروپایي ټولنې سره د یوځای کیدو په تمه دي.

د سربیا صدراعظم الکساندر وچیچ تیره ورځ په ویانا کې رویټرز اژانس ته وویل:

((موږ دې ته اړتیا لرو چې وپوهیږو چې له کډالو سره څه وکړو. موږ دې ته اړتیا لرو چې د اروپایي ټولنې له هیوادو سره ګډې هڅې وکړو، ځکه چې ستونزه د ثبت کولو نه ده، موږ د دوی نومونه لیکلي دي خو دوی نه غواړي چې زموږ په هیواد کې پاتې شي او دا هغه څه نه دي چې موږ ورته خوشالي کوو.))

اکثر کډوال چې د بالکان هیوادو له لارې د اروپایي ټولنې هیوادو ته ننوځي. دوی د مسدونیا او سربیا له لارې هنګري ته ځي او بیا استریا، جرمني او د لویدیځې اروپا نورو هیوادو ته مخه کوي.