فعالانو او کارګري ټولنو د مې لومړۍ ورځ ولمانځله

فعالانو او د کارګري اتحادیو غړیو په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې د مې لومړۍ یعنې د کارګرانو نړیواله ورځ ولمانځله.

تمه وه چې په دې ورځ به د کارګرانو د حقونو د دفاع او په نړۍ کې د سولې لپاره سوله ایز اعتراضونه وشي.

په ترکیه کې په زرګونو مظاهره کوونکو هغه مهال له پولیسو سره نښتې وکړې چې د استانبول ښار مهمې برخې تقسیم میدان ته د پولیسو له خوا په داخلیدو لګول شوی بندیز یي مات کړ.

پولیسو له میدان څخه د مظاهره کوونکو د شړلو په مقصد له اوښکې بهوونکې غاز او اوبو شیندونکو څخه کارواخیست.

مظاهره کوونکو پر پولیسو د ډبرو او بوتلې بمونو ګزارونه وکړل.

په ایران کې په زرګونو کارګرانو په مرکز تهران ښار کې د کار د شرایطو د ښه کیدو غوښتنه او د بهرنیو کارګرو پر ضد مظاهره وکړه.

فرانسپرس آژانس وایي، ایران په سلو کې له لسو زیات بې روزګاران لري او په دې هیواد کې له یو میلیونو زیات افغان کاریګر په کارونو بوخت دي چې اکثر يې په ساختماني او زراعتي چارو کې په کارونو ګمارل شوي دي.

په مسکو کې هم په زرګونه کسان په باران اوسړې هوا کې سره میدان ته راټول شوي وو او د سره بیرغ پرځاى چې د کمونستانو لور او څټک په کې ښکل شوی، دروسیې دري رنګه او د کریملن د واکمن ګوند آبي رنګه بیرغونه یي له ځانه سره وړل.