د امریکا بې پیلوټه الوتکو تېره شپه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان په نښه کړ.
د راپورونه له مخې په دغه حمله کې لږ تر لږه شپږ سخت دریځي وژل شوي دي.
پاکستاني امنیتي چارواکو په دې شرط چې نومونه یې افشا نه شي ویلي چې بې پیلوټه الوتکو په پرونۍ حمله کې دوه توغندي وویشتل چې یوه یې د طالبانود قوماندان حافظ ګل بهادرمرکز وویشت او دوهم د یوه ازبک قوماندان څېرمه مرکز په نښه کړ.
له دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي و، چې د خیبراېجنسۍ په قبایلي سیمه کې د هوايي حملو په ترڅ کې یې یودېرش وسله وال وژلي.
د پاکستان د پوځ له خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې په دې حملوکې د افراطي وسله والو څلورمرکزونه او د انتحاري حملو د زده کړو یو مرکز ویجاړه شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي چې له تېرپسرلي راهیسې په شمالي وزیرستان کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې له دولس سوو زیات وسله وال وژلي دي.
د پېښور پر یوه ښوونځي له وسله وال برید وروسته چې له یوسل او دېرشو زیات زده کوونکي یې ووژل، د پاکستان پوځ په قبایلي سیموکې د وسله والو ډلو پرضد عملیاتو ته زور ورکړ.