سالارزی: ولسمشر غني د هرات د امنیتي وضعیت د څیړلو په هدف دې ولایت ته تللی

د افغانستان د جمهور رییس ویاند وايي؛ ښاغلی اشرف غني د هرات د امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتوالۍ د څیړلو په هدف هرات ولایت ته تللی دی.

نظیف الله سالارزي نن په هرات ښار کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني د هرات ولایت د پنځلسو ولسوالیو له استازیو؛ د مدني ټولنو غړیو او یو شمیر دیني عالمانو سره کتلي دي.

د ښاغلي سالارزي په خبره تمه ده ولسمشر غني نن په یوه خبري کنفرانس کې د هرات ولایت د نا امنیو د سرچینو په اړه خبرې وکړي.

افغان ولسمشر وروسته له هغه هرات ته ولاړ چې د جمهوري ریاست له خوا یو موظف پلاوی څو ورځې مخکې هرات ته تللی و او په خپل راپور کې یې ویلي چې د هرات د نا امنه کولو په هدف د ترور او سړې تښتونې ډېرې پيښې په بهر کې طرحه کیږي.