پوهنې وزارت: د ښوونیزسیستم د وړتیاوو د لوړولو په اړه یوتفاهم لیک لاسلیک شو

د افغانستان د پوهنې وزارت، د کسب ګرو د ټولنې او د جي، اي زید موسسې ترمنځ د ښوونیز سیستم د وړتیاوو د لوړولو یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

ټاکل شوې د دې تړون له مخې په زرګونو افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي او حرفوي زده کړې ورکړل شي.

د پوهنې وزارت مرستیال اصف ننګ د افغانانو د مسلکيتوب په برخه کې د یاد تړون لاسلیکیدل ګټور وبلل.

د دغه پروګرام لګښت د امریکا، جرمني او ځینو نورو هېوادونو له خوا ورکول کیږي چې ویل کیږي ترپنځو کلونو پورې به دوام وکړي.