هندیه: غازي امان الله خان د ښځو د حقونو لپاره ډېر کارونه کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شاه دخت هندیه وايي، پلار یې له هیواد سره بې کچه مینه درلودله. امان الله خان له نن نه څلور نوي کاله مخکې د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه افغانستان خپلواکي واخیستله. شاه دخت هندیه له خپلو خاطراتو څخه وايي کله به چې له غازي امان الله سره چکر ته تله نو په بهر کې هغه منظرې چې افغانستان ته به ورته وې، نو امان الله خان به موټر ودراوه او ویل به یې چې له لېدلو یې خوند اخلي. د افغانستان د خپلواکۍ د ګټوونکي پاچا غازي امان الله خان لور وايي، کله چې یې پلار له انګریزانو څخه خپلواکي وګټله لومړۍ وینا یې داوه چې ټوپک کېږئ او قلم واخلئ ځکه چې بېسواده هېواد هیڅکله هم خپلواکه نه وي. اغلې هندیه وايي ، د امان الله خان په لس کلن دوران کې چې کوم کارونه وشول دهغه وخت دنړۍ په یوه هېواد کې هم دومره کارونه نه وو شوي،نجونو ته یې ښوونځي جوړکړل، فابریکې یې جوړې کړې.