حاجي عادل ۵۵ کاله کیږي چې شکسته بندي کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په اوسني وخت کې لا هم ډېری افغانان دودیز دارو درمل کاروي؛ چې یو یې شکسته بندي ده. د کابل ښار په "کاه فروشي" کوڅه کې د حاجي عادل په نامه یو شکسته بند، ۵۵ کاله کيږي دلته کار کوي او د ده په وینا د خلکو خدمت کوي. حاجي عادل وايي، هغه ناروغان چې د ډاکټر له درملنې څخه ډاډمن نه وي؛ ده ته راځي. خو یو شمېر اوسني ډاکټران بیا خلکو ته دا سپارښتنه کوي، چې د هډوکو اوښتو او یا ماتېدو په صورت کې باید ناروغ روغتون ته مراجعه وکړي؛ نه شکسته بند ته. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی "کاه فروشي" کوڅې ته تللی او دا لنډ ویډیويي راپور یې چمتو کړی دی.