د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله په نیویارک کې روانه ده

Your browser doesn’t support HTML5

بان کي مون د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د نړیوال امنیت او د قانون حاکمیت د څرنګوالي په اړه وویل، چې د ملګروملتونو په سازمان کې د قانون د حاکمیت اداره نړیوالې ټولنې ته د همکارۍ زمینه برابروي؛ تر څو په سوله ییز ډول خپل اختلافات حل کړي او د دې ضمانت کوي؛ چې جګړه هیڅ بدیل نه لري. د حسابدهۍ د یوه میکانیزم د پراختیا سره به هیڅ جنګي جنایتکار په دې مدرنه نړۍ کې د پټیدو اوخونديتوب ځاي ونه لري.