بادغيس: د وژل شويو ملکيانو شمېر ١١ تنو ته پورته شو

افغان چارواکي وایی، د بادغیس په ولایت کې یولس تنه د سړک د غاړې بمي چاودنې وژلې دي.

په وژل شویو کې نهه تنه د یوې کورنۍ دي. د کورنیو چارو وزارت وایي، دا چاودنه د قادس په ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر شوې ده چې دوه پولیس یې هم وژلې دي. ملکیان په څنګ لورې موټر کې ووژل شول.

د بادغیس والي دلبرجان ارمان ازادۍ راډيو ته د وژل شویو ملکیانو په اړه وویل:
تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

دا چاودنه د اختر په دوهمه څو ورځې وروسته تر دې وشوه چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر په یوې اعلامیې کې له خپلو وسله والو غوښتې و چې د ملکیانو له مرګ ژوبلې لاس واخلي.

د جمعې په ورځ د طالبانو په انټرنټ پاڼه کې د اختر په مناسبت د دوی د مشر اعلامیه خپره شوه او پکې وویل شول که چیرته کوم طالب ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله شرعي قانون به پرې تطبیق شي.