په چمن کې څلور افغانان ووژل شول

د راپورونو له مخې، کوټې ته نژدې په چمن سیمه کې پرون یوې چاودنې څلور کسان ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي چې چاودېدونکي مواد او وسله په يوه ودانۍ کې ځای پرځای شوي وو چې وچاودېدل.
په سیمه کې یوه مقام ویلي چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول هغه افغان کډوال وو چې په دې ودانۍ کې اوسېدل.

ګومان کېږي د وسله والو طالبانو مرکزونه په بلوچستان صوبه کې دي چې د افغانستان پولې ته نژدې چمن ښارګوټی یې یوه برخه ده.