هند وايي سپوږمۍ ته يي په بري سره له انسان پرته مصنوعي بيړۍ واستوله.

هند وايي سپوږمۍ ته يي په بري سره له انسان پرته مصنوعي بيړۍ واستوله.
د چاندريان –١ پنامه دا مصنوعي بيړۍ د هند د فضايي څيړنو د سازمان له خوا جوړه شوي او په سيمه ايز وخت سهار وختي د هند په جنوب کي د شريهاريکوتا فضايي مرکز څخه وتوغول شوه.
د هند د فضايي مرکز مشر مدهاوان نئير وايي مصنوعي سپوږمۍ په بري سره توغول شوي:
دا د هند لپاره تاريخي شيبي دي. مونږ سپوږمۍ ته خپل سفر پيل کړ، او لومړئ ګام مو په بري سره پورته کړ. دا د هندي بيړۍ فوق العاده توغونه ده.
----
چاندريان چي په لرغوني سانسکرت ژبي کي د سپوږمۍ بيړۍ معنئ لري ، د ځمکي له مدار څخه د تاويدو په دوه کلن ماموريت کي به سپوږمې ته د هند د نورو ماموريتونو لپاره د نوراني سطحي د مينرالوو، کيماوي او توپو ګرافيکي خواصو بشپړي نقشي برابري کړي. د هند په دغه ماموريت اتيا ميلونه ډالره لګيدلي دي. که چيري د هند دا ماموريت په بري سره تر سره شي نو دا هيواد به د امريکا د متحده ايالاتو، روسيي، اروپايي اتحاديي ، جاپان او چين په څير سپوږمۍ ته د تللو هيوادونو په ډله کي شامل شي.