د سترجنرال سردار عبدالولي در جنازې مراسم په کابل کې ترسره شول

د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د زوم او د تره د زوي سردار عبدلولي جنازه نن له غرمي مخكې د دوى په پلرنۍ هدير کې په کابل کې خارو ته وسپارل شوه .

د جنازې په مراسمو كې جمهور ريس حامد كرزي ، د کابينې يو شمير غړيو او د مرحوم د كورنۍ غړيو ګډون کړى و.

سردار عبدالولي د مارشال شاه ولي خان زوى و ، چې په بيلا بيلو پوځي څوکيو کې يې د ستر جنرالۍ تر رتبې پورې يې دندې تر سره کړې دي.

سردار ولي د دوشنبې په ورځ دهند په يوۀ پوځي روغتون کې د ۸۴ کلونو په عمر وفات شو.