د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

مثلث: په افغانستان او پاکستان کې د رسنیو په وړاندې زیاتیدونکي محدودیتونه


د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې د تیرې سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴ رسنیو د فعالیت جوازونه ځنډولي دي او دا یې د اندېښنې وړ خبره بللې ده.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی - چې اوس یې په افغانستان کې چارې درولي دي، د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې ویلي ول چې د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې 281 رسنۍ تړل شوي چې له امله یې د رسنیو له 11,858 کارکوونکو څخه 4500 پاته دي چې کار کوي. په افغانستان سربېره په پاکستان کې هم ازادې رسنۍ له ننګونو سره مخ دي. ددې اونۍ په مثلث کې په افغانستان او پاکستان کې له رسنیو سره د واکمنو پر چلند او د رسنیو په وړاندې په شتو ستونزو خبرې کوو. په خپرونه کې د مشال راډيو ایډیټر داود خټک او افغان خبریاله مینه اکبري میلمانه دي، د خپرونې کوربنه ملالۍ بشیر ده. دلته یې کتلۍ شئ

XS
SM
MD
LG