هغه افغانان چې په امریکا کې د مېشتېدو غوښتونکې دي، په واشنګتن کې تر برید وروسته اندیښمن شوي دي
هغه افغانان چې په امریکا کې د مېشتېدو غوښتونکې دي، په واشنګتن کې تر برید وروسته اندیښمن شوي دي
په واشنګتن ډي سي کې د چهارشنبې په ورځ د یوه مشکوک افغان د ډزو له امله د امریکا د ملي ګارد د دوو سرتیرو له ټپي کیدو وروسته چې ولسمشر ټرمپ بریدګر افغان اعلان کړ، دغه هیواد ته د افغانانو د کډوالۍ او پناه غوښتنې بهیر تر نامعلومې نیټې پورې وځنډول شو. دې اعلانونو له ۲۰۲۱ کال وروسته په امریکا کې مېشت او دې هېواد ته د تګ په تمه په دریمو هېوادونو کې دېره افغانان سخت اندېښمن کړي دي.