د طب پوهنځي پخوانۍ محصله کیسه کوي چې څه ډول په لومړي ځل له تاوتریخوالي سره مخامخ شوه
د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره شپاړس ورځنی کمپاین پیل شوی دی. په همدې مناسبت مو په افغانستان کې له یو شمېر ښځو سره خبرې کړي دي چې هره ورځ به یې برخې درته خپروو. په دې برخه کې د کابل د یوې اوسېدونکې فتانې خبرې اورئ چې کیسه کوي په خپل ژوند کې څه وخت له تاوتریخوالي سره مخامخ شوه.