د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وایي هېواد یې د خپل د تاریخ له یو تر ټولو سخت پړاو سره مخامخ دی، ځکه متحد ایالتونه پر کییف فشار راوړي چې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره یوې جنجالي طرحې ته غاړه کېږدي.
زیلنسکي خبرداری ورکړ چې اوکراین له دې خطر سره مخامخ دی چې “یو مهم شریک” له لاسه ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې له خپلو “ملي ګټو سره خیانت” ونه کړي.
د ازادي راډیو د خبري مرکز د راپور له مخې، ولسمشر زیلنسکي د نوومبر په ۲۱مه خپل ولس ته په یوه ویدیویي وینا کې وویل چې حکومت به یې له امریکا او د هغې له ټولو متحدانو سره په آرامه او حسابي ډول کار ته دوام ورکړي. هغه ژمنه وکړه چې له واشنګټن سره به د حللارو د موندلو لپاره رغنده هڅه وکړي. امریکا تر دې یوه ورځ مخکې د ۲۸ مادو یوه مسوده ورسپارلې وه.
زیلنسکي وویل:
“اوس ممکن اوکراین له یوه ډېر سخت انتخاب سره مخامخ شي: یا د خپل وقار له لاسه ورکول، یا د یو کلیدي شریک [متحده ایالاتو] د له لاسه ورکولو خطر.”
هغه چې تور کالي یې اغوستي و او خپګان یې له څېرې او خبرو ښکارېده، په داسې وخت کې څرګندونې وکړې چې د فساد یوې نوې رسوایي يې حکومت ته ټکان ورکړی دی.
په همدې ورځ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له Fox News سره په خبرو کې وویل چې د نوومبر ۲۷مه د “شکرایستلو ورځ” د اوکراین د مشرتابه لپاره “مناسبه نیټه” ده چې د سولې د پلان په اړه پرېکړه وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي چې مسکو د دې طرحې په اړه د خبرو لپاره چمتو دی او دا طرحه د یوې احتمالي سیاسي حللارې لپاره “بنسټیز چوکاټ” بللای شي.
ازادي رادیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، که دغه ۲۸ مادهيي مسوده په خپل اوسني شکل ومنل شي، نو اوکراین به اړ شي چې خپله څه باندې ۲۰٪ خاوره روسیې ته پرېږدي، او له دې سره به نور ستر امتیازات هم ورکړي، لکه د پوځ د اندازې محدودول او په اساسي قانون کې دا منل چې له ناټو سره به نه یوځای کېږي.
دا طرحه پر ناټو هم محدودیتونه وضع کوي، د لوېدیځ له انزوا څخه د روسیې د بېرته راایستلو زمینه برابروي، د بندیزونو د لېرې کولو لپاره لاره هواروي، او مسکو ته د G7 په ډلې کې د بېرته ګډون بلنه تمدیدوي.
تر اوسه نه امریکا او نه اوکراین د دې ۲۸ مادهيي مسودې متن رسماً تایید کړی، او روسیې هم ډېرې محدودې څرګندونې کړې دي. د مسودې افشاکېدو او د هغې په اړه د ځینو چارواکو څرګندونو ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي.