د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۱

د ارادۍ په څپوکې


د ارادۍ په څپوکې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:54:06 0:00

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي اوسوداګرۍ اړیکو کې دغه په ټپه دریدلی حالت که هغه همداسې وکړي، ایا د سیمې له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره د طالبانو روانې هڅې به د پام وړنتیجه ورکړي، داسې چې که پرپاکستان د افغانستان اتکا یومخ کمه نه بلکې حد اقل ته یې ورسوي؟

له اسلام آباد سره د کابل په اړیکو کې زیات شوي کړکیچ ته په پام سره د طالبانو حکومت د سیمې له هیوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو د پیاوړي کولو لپاره هڅې تیزې کړې دي. افغانستان چې د سوداګرۍ او ترانزیت له پلوه ترډیره پرپاکستان متکي دی، د هغه هیواد له خوا د ټولو لارو بندولو ته په پام سره چې پربندیدو شاوخوا ۴۰ ورځې اوړي، د طالبانوحکومت پرپاکستان د اتکا د کمولو لپاره تیره اونۍ له سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل چې د هغه هیواد له لارې سوداګري کمه او نورې بدیلې لارې اود سوداګرۍ مارکیټونه ولټوي. افغانستان ته د سمندر او ځمکې له لارې له بهره د سوداګریزو توکو او وسایلو د واردولو یو مهم بندر چې ډیریادیږي، د ایران د چابهاربندردی. دغه بندرهند ته مهم دی ځکه له دې لارې کولای شي له افغانستان سره سوداګریزي راکړه ورکړه وکړي. له ایران او هند سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم طالبانو هڅې تیزې کړي دي. د ایران یوه لوی سوداګریز پلاوي په کابل کې د افغانستان د داخلي او د ګاونډیو هیوادونو د کرنیزو او صنعتي تولیداتو په نندارتون کې ګډون کړی. د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیرنورالدین عزیزي په پنځه ورځني سفر هند ته تللی. روانه اونۍ د افغانستان د منځنۍ آسیا د یوه بل ګاونډي تاجکستان لومړني رسمي پلاوي له کابل څخه لیدنه وکړه. پردې سربیره روسیې او ایران هم ویلي چې چمتو دي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو په حل کې منځګړیتوب وکړي. دغو ټولو هڅو او تحولاتو ته په پام آیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي اوسوداګرۍ اړیکو کې دغه په ټپه دریدلی حالت به که نورهمداسې وکړي، د طالبانو روانې هڅه یوه ملموسې نتیجه له ځان سره ولري، په تیره پرپاکستان د افغانستان اتکا که یومخ نه وي هغه حد اقل ته ورسوي؟

XS
SM
MD
LG