د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۷

د افغانستان او پاکستان سوداګري ته سلګونه ملیون ډالر زیان رسیدلی دی


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته سلګونه میلیونه ډالره زیان ا وښتی دی . پاکستاني رسنیو هم د چارواکو له قوله ویلي چې د لارې د تړلو په لومړیو ۲۴ ورځو کې د دواړو لورو سوداګرو ته  ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټولو لارو د بندېدو له امله سوداګرو ته د سلګونه ملیونو ډالرو زیانونو اوښتی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کډه خونه وايي تر اوسه یوازې افغان سوداګرو ته لږ ترلږه ۱۰۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

د دې خوني رئیس خانجان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه لارو د بندېدو له امله شاوخوا ۵۰۰ کانټینره تازه مېوه خرابه شوې او دغه راز اوس مهال د افغان سوداګرو لږترلږه ۳ زره کانټینره مال په کراچۍ بندر کې بند پاتې دی چې په ورځني ډول په هر کانټینر تر ۱۰۰ ډالره لګښت راځي.

نوموړي وویل که څه هم افغان سوداګرو بدیلو لارو ته مخه کړې، خو په خبره یې پاکستان د افغان سوداګرو لپاره ارزانه او اسانه لاره ده:

دا ډېر بد وضعیت دی، دواړو لورو ته درانه زیانونه اوړي، موږ اوس مهال په بدیلو لارو فکر کړی، همدا اوس زموږ مالونه د ایران او مرکزي اسیا له لارې راځي، خو په هغه اندازه چې د پاکستان له لارې اسانه او ارزانه زموږ سوداګري او ټرانیزیت کېږي، په دې لارو داسې نه ده، یو څه وخت به نیسي، موږ اوس مهال په هوايي دهلېزونو هم فکر کوو.


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د معلوماتو پر بنسټ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځې شاوخوا ۲ زره سوداګریزو موټرو تګ راتګ کاوه چې په میاشتني ډول د سوداګرۍ کچه تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو رسېده، خو اوس مهال هر څه په ټپه ولاړ دي.

د دې خونې مسؤلین وايي، د لارو بندېدو دغه راز د موټر چلوونکو او په دې لارو کې له زرګونه کاریکرو هم د کار فرصت اخیستی دی.

په همدې حال کې یو شمېر پاکستاني رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د لارو د تړلو په لومړیو ۲۴ ورځو کې د دواړو لورو سوداګرو ته ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

ده نېشن پاکستانۍ ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي دغه راز له منځنۍ اسیا سره د پاکستان هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه بنده شوې چې له امله یې هره ورځ میلیونونه ډالره زیان ورسېږي.

په راپور کې راغلي چې په میاشتني ډول پاکستان له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه واردات او د ۶۰ میلیونه ډالرو په اندازه صادارت درلودل.

په همدې حال کې د دواړو لورو یو شمېر سوداګر وايي د لارې بندېدو ورته درانه زیانونه اړولي او دا چې پاکستان باید سوداګري او سیاست سره جلا کړي.

د تازه مېوې یو افغان سوداګر حاجي محمد ازادي راډيو سره په خبرو کې پاکستان تورن کړ چې هر کال د افغانستان د تازه مېوې پر مهال په بېلابېلو پلمو لارې تړي چې له امله یې افغان سوداګرو، بڼوالو او بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اوړي:

۸۰ سلنه زیان افغان سوداګرو ته رسېدلی دی، همدا اوس زموږ انګور، انار او مڼې ټولې په کور پاتې شوي، دوی هر کال همداسې کوي او موږ ته زیانونه رسوي، موږ د خپلې تازه مېوې لپاره بل بازار نه لرو، یو هندوستان دی هغه لارې هم بندې دي.


د کرښې بلې غاړې ته د خېبر پښتونخوا یو سوداګر حاجي صدیق افریدي ازادي راډيو ته وویل:

د لارو بندېدو خو موږ ته ډېر زیان ورسولو، زموږ څو موټرې په تازه مېوې کېلو بار وې جې له منځه لاړې، موږ ته نږدې ۵۰ یا ۶۰ لکه روپۍ تاوان ورسېده، د دواړو لورو سوداګري بنده ده او زیان هره ورځ زیاتېږي، موږ غوښتنه کوو چې سیاست باید له سوداګرۍ جلا وي او د ستونزو د پېښېدو پر مهال باید لارې ونه تړل شي.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او سپین بولدک-چمن په ګډون د اوښتو راوښتو او سوداګریزې لارې د تېرې اکټوبر په ۱۱مه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته په یو اړخیز ډول وتړل شوې.

له دې نښتو یوه ورځ مخکې پاکستاني جېټ الوتکو په کابل او پکتیکا کې هوايي حملې کړې وې چې له امله یې د طالبانو حکومت د کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او دواړو لورو یو بل ته درنو زیانونو د اوښتو ادعاوې وکړې.

که څه هم د دواړو لورو د حکومتونو استازي لږ تر لږه درې ځله د لانجو د هواري او د وضعیت د ارامولو په هدف سره په دوحه او استانبول کې جرګه شول، خو لا هم حالات عادي شوي نه دي.

د تورخم او سپین بولدک-چمن لارې اوس مهال یوازې له پاکستانه د تلونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستې دي، خو هیڅ ډول سوداګریزې راکړې ورکړې او له افغانستانه تلونکو کسانو ته له کرښې بلې غاړې ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت څه موده وړاندې په رسمي ډول وویل چې دوی ته تر هر څه وړاندې د خپلو خلکو امنیت مهم دی او دغه لارې به تر هغه وخته تړلې وي تر څو له طالبانو سره یوې هوکړې ته نه وي رسېدلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکټوبر په ۳۱مه له پاکستاني ټلوېزیون خیبر نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان حکومت په وار وار دوی ته ډاډ ورکړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې به د هر ډول سیاسي مسایلو پر مهال نه تړل کېږي، خو په خبره یې هغه هېواد په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي چې له امله یې د بې باورۍ فضا رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG