یوه اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکه د مسکو په څنډه کې پر یوه اپارتمان ولګېده
یوه اوکراینۍ بېپيلوټه الوتکه د مسکو په څنډه کې پر یوه اپارتمان ولګېده
امنیتي کمرې هغه شېبه ثبت کړې چې د اوکراین یوه بېپيلوټه الوتکه د مسکو په لمنه کې پر یوه اپارتماني ودانۍ لګېږي. د روسیې پلازمېنې ته څېرمه دې نادر برید د اکتوبر په ۲۴مه د مسکو لوېدیځ ته په «کراسنوګورسک» ښار کې یوه استوګنه ودانۍ په نښه کړه. د سیمې د والي په وینا، پنځه کسان، چې یو ماشوم هم په کې شامل دی، ټپیان شوي دي. د اوکراین پر خِرسون ښار هم د روسیې د بېپيلوټو الوتکو بریدونه شوي، چې د چارواکو په وینا په پایله کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.