د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۹

ولسمشر ټرمپ له پوتین سره «ټيلیفوني» خبرې ډېرې رغندې وبللې


د ټرمپ او پوتین عکسونه
د ټرمپ او پوتین عکسونه

د امریکا ولسمشر وايي چې د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په باب به له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د هنګري په پلازمینه بوداپست کې وګوري.

ټرمپ دا خبره په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې لیکلې.

ټرمپ او پوتین پرون اوږدې ټیلیفوني خبرې کړي دي.

په بوداپست کې د ټرمپ او پوتین د لیدنې وخت لا نه دی معلوم خو ولسمشر ټرمپ لیکلي چې باوري دی په پروني ټیلیفوني تماس کې یې لوی پرمختګ ترلاسه شوی.
ټرمپ او پوتین څو ورځې وروسته له هغه سره غږېدلي چې د امریکا ولسمشر اوکرایین ته د تاماهاوک توغندیو د لېږلو خبر ورکړی وو هغه ګام چې د جنګ د پای ته رسولو په برخه کې په روسیې لا زیات فشار راوړلی شي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تاماهاوک ورانوونکې وسله ده او پوتین له ده سره په خبرو کې ترې غوښتي چې دا کار ونه کړي.

ښاغلي ټرمپ په خپل بیان کې دا هم زیاته کړې چې پوتین «متحدو ایالتونو او ما ته په منځني ختیځ کې د سولې د لویې لاسته راوړنې مبارکي وویله.»

هغه زیاته کړه: «زه باور لرم چې په منځني ختیځ کې بریا به موږ سره د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې مرسته وکړي.»

د امریکا ولسمشر وویل چې دواړو خواوو په اوکراین کې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د امریکا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په اړه هم بحث وکړ، او موافقه یې وکړه چې راتلونکې اونۍ د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو سلاکارانو غونډه وکړي.

تمه ده په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مشرۍ به د امریکا پلاوی له لوړپوړي روسي پلاوي سره خبرې وکړي.

د ټرمپ په وینا، د لوړپوړو ډپلوماټانو تر ناستې وروسته به دی په هنګري کې له پوتین سره وګوري څو د ده په خبره د دې "شرموونکې" جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړي.

خو نن به د ورځې په اوږدو کې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکرایین د ولسمشر ولودومیر زیلنسکي کوربه وي.

تمه ده په دې ناسته کې ولسمشر ټرمپ له پوتین سره د خپلو خبرو به اړه له زیلینسکي سره هم وغږیږي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG