نیټ بلاکس ویب پاڼې چې په ټوله نړۍ کې د انټرنټ جریان څاري، د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو پر خپل ایکس پاڼه ولیکل چې افغانستان د انټرنت بشپړ بندیدو په حالت کې دی او ټیلیفوني خدمتونه هم ګډوډ شوي دي.
دې سازمان دا راپور هم ورکړی چې د دوشنبې له سهار راهیسې ګڼي انټرنټي شبکې په مرحله یي توګه پرې شوې دي.
د طالبانو د حکومت لخوا د انټرنټ د پرې کولو اقدام د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د سازمانونو ترمنځ د اندیښنو څپه راپارولې ده.
یو شمېر بهر میشتي افغانان چې هڅه یې کوله د د دوشنبې په ماښام د سپتمبر په ۲۹مه، په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي، وايي چې د انټرنټ یا مستقیم ټیلیفوني اړیکو له لارې د خپلو کورنیو له غړو سره یې اړیکه نه ده ټینګه شوې.
دا د هغو کسانو لپاره ډېر مایوسه کوونکی خبر دی چې له خپلو کورنیو لرې دي او د دوی د اړیکو یوازینۍ وسیله انټرنیټي خدمات ووفرانسه کې میشت افغان
له دې ډلې په فرانسه کې مېشت افغان خبریال هارون بصیر ازادي راډیو ته وویل چې د دې وضعیت د احتمالي دوام په اړه اندېښمن دی"دا د هغو کسانو لپاره ډېر مایوسه کوونکی خبر دی چې له خپلو کورنیو لرې دي او د دوی د اړیکو یوازینۍ وسیله انټرنیټي خدمات وو، په ځانګړې توګه زما لپاره، ځکه چې زما د کورنۍ ټول غړي په افغانستان کې دي او زه په فرانسه کې یوازې ژوند کوم، زه څنګه له خپلې کورنۍ څخه بې خبره پاتې کېدای شم؟ دا زما لپاره یو لوی درد دی، دا زما په څېر د زرګونو افغانانو لپاره یوه چې له افغانستانه بهر دي او له خپلو کورنیو به بې خبره پاتې شي، لویه ننګونه ده.”
یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا د نوري فایبر انټرنیټ پرې کول په خلکو باندې د فشار راوستلو یوه بڼه ده او په ټولنه کې روڼوالی تر پوښتنې لاندې راولي.
په جرمني کې میشت سیاسي کارپوه اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل چې انټرنټ ته د خلکو د لاسرسي پرې کول غیر معقول اقدام دی او د افغانستان خلکو او اقتصاد ته به لوی زیان ورسوي."په ټوله کې دا هم د افغانستان د خلکو او هم د دې هیواد د اقتصاد لپاره یو لوی زیان دی، دا ډیر غیر معقول کار دی چې زموږ ځوانانو، روڼ اندو او هغو کسانو ته لاسرسی بندوو چې تعلیم یافته دي او اړتیا لري چې خپل معلومات نوي کړي، دا مهمه مسله ده. نن که تاسو په اروپا کې انټرنټ پرې کړئ، دا په دې معنا ده چې تاسو ژوند قطع کړی دی ځکه چې له انټرنټ پرته هیڅ څخ ممکن نه دي."
ښاغلي اتمر زیاته کړه چې په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنټ د قطع کولو پایلې به مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه د اقتصادي زیربناوو ته د جدي زیان رسولو، بانکي فعالیتونو او د انټرنټي خدمتونو سکتور کې د زرګونو کار کونکو بې کارۍ، د خلکو باور کمولو، اقتصادي وروسته پاتې والي، د پانګونې نشتوالي او د معلوماتو رسولو په برخه کې د ګډوډۍ لامل وګرځي.
په ورته وخت کې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان، په افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو بشپړ بندیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې غندلی، زیاته کړې یې ده چې دا د خلکو په ورځني ژوند، د بیان آزادۍ او رسنیو فعالیتونو باندې پراخې منفي پایلې لري، او خلک یې د اړیکو له اساسي حقونو محروم کړي دي.
دې سازمان له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې دا پریکړه بیرته واخلي او له نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو یې غوښتنه کړې چې معلوماتو او ارتباطاتو ته د افغانانو د آزاد لاسرسي له حقه ملاتړ وکړي.
د طالبانو د حکومت چارواکو مخکې ویلي وو چې دا پرېکړه د "منکراتو" د مخنیوي لپاره شوې ده.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو اونیو کې په تدریجي ډول په بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز، ننګرهار او پروان په ګډون د افغانستان په لسو څخه زیاتو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنټ خدمات پرې کړي دي.
دا لا روښانه نه ده چې د طالبانو دا پریکړه لنډمهاله ده که دایمي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای شي د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند په جدي توګه اغیزمن کړي.
په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې انټرنټ د زده کړو، کار، سوداګرۍ او کورنۍ او نړۍ سره د اړیکو لپاره یوه مهمه وسیله ګرځیدلې ده.
د راپورونو له مخې، د نوري فایبر خدمتونو کې خنډ خلک د امنیت او جرمي ستونزو د احتمال په اړه اندیښمن کړي دي، معلوماتو او ورځني اړیکو ته یې لاسرسی په جدي توګه محدود کړی او تعلیمي او اقتصادي فعالیتونه یې ستونزمن کړي دي.