د پلازمینه کابل یو شمیر اوسېدونکي ادعا کوي چې بیکارۍ خلک په ځانګړي ډول ځوانان سوال کولو ته اړ کړي دي.
دوی ازادي رادیو ته وویل چې دا ورځې د دې ښار په بېلابیلو بازارونو کې، داسې ځوانانو سره ډیر مخ کېږي چې د څو افغانیو د ورکړې سوال ورته کوي.
دا کابل ښاریان زیاتوي، چې یاد ځوانان د طالبانو له ځواکونو په پټه، په بازارونو کې او په دوکانونو ګرځي او دا یې ورته ویلي، چې د بې کارۍ له امله سوال کولو ته اړ شوي دي.
د کابل د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت ) یو اوسېدونکي چې خپله هم لسانس خو دوه کاله کېږي چې اوزګاره دی د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:
«دولسم پاس هم بیکاره دي او لسانس هم بیکاره دي، دوی ته د کار زمینه نه ده برابره شوې چې خپل مټ باندې کار وکړي، چې ویې ګورې ښکلې جامې به یې وي خو بیا هم څنګ ته درته راشي او درته به وايي چې ماسره یو څو روپۍ کمک وکړه، هیله من یم چې دغو ځوانانو ته دولت توجه وکړي او د کار ښه فرصتونه ورته برابر کړي.»د کابل یو اوسیدونکی ځوان
د کابل ښار په شهر نو سیمه کې د زینتي توکو یو پلورونکي هم د ورته ستونزې له امله د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط دا خبره کوي:
«ډیری له مجبورۍ دا کار کوي، کله چې دوی ته ووایې چې تاسې خو تکړه ځوانان یئ ولې کار نه کوئ، په ځواب کې درته وايي ته کار راکړه زه به دا کار سره له نن نه کوم، یا د وچې ډودۍ غوښتنه درنه کوي، یا هم د یو څو روپیو.»
دا چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بې کارۍ د لمنځه وړلو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې څه پلانونو او پروګرامونه لري مرستیال ویاند یې حمدالله فطرت زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر د تېر زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو چې دوی د افغانستان له نهو ولایتونو له ۶۲ زرو زیات سوالګر ټول کړي دي.
په دې اړه وړاندې ویل شوي وو چې له دې شمیر څه د پاسه ۲۷ زره یې مسحق او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشه يی توکو روږدي وو.
دوی دا هم ویلي وو چې مستحق سوالګر د یو سیتم له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي چې په میاشتني ډول به ورسره مرسته کېږي.
خو مخکې یو شمیر سوالګرو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې دوی سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.
فعالان وايي بیکاري یو لوی ناورین دی
د ځوانانو د چارو فعالان له دې ډلې عنایت صافی وايي، په افغانستان کې بیکاري یو لوی ناورین دی او باید د طالبانو حکومت یې د حل لپاره عملي اقدام وکړي.
نوموړي یې ازادي راډیو سره خبرو کې لاملونه داسې راوښودل:
«یو خو بهرنۍ مرستې په ټپه درېدلي تر ډېره پورې او دوهم افغانستان ته د ګڼو کډوالو راستنېدل د دې لامل شوي چې ځوانان بیکاره وي، بل هغو ځایونو کې چې کارونه کېږي، تر ډېره پورې اوسنیو چارواکو خپل کسان ګمارلي دي، دا یو ناورین دی او د دې د حل لپاره باید اوسني چارواکي عملاً یو اقدام وکړي.»
د طالبانو حکومت له خوا په بیلابیلو دولتي ادارو کې د دوی خپل کسان مقررول هغه ادعا ده چې مخکې هم د افغان ځوانانو له خوا په وار وار مطرح شوې خو طالب ویندویانو رد کړې ده.
طالب چارواکو تل ویلي چې د بې کارۍ د ختمولو هڅه کوي خو په راپور کې مرکه شوي ځوانان وايي، عملا دغه هڅې نه دي احساس شوي، بر عکس د دوی په خبره د ځوانانو د بې کار کولو کوشش شوی دی.
تازه پنجشنبه د سپتمبر په یولسمه په کندهار کې د خواله رسنیو یو شمیر کارونکو، یوټیوبرانو او ممثلینو ازادي راډیو سره خبرو کې ويلي، چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولینو یې په فعالیتونو بندیز لګولی دی.
د دوی په خبره چې د دغه ریاست لخوا ورغوښتل شوي او ورته ویل شوي چې د ژوندویو موجوداتو د تصویرونو خپرول د دوی د قانون له مخې «اسلام کې ناروا» دي او په دې برخه کې نور د فعالیت اجازه نه لري.
د یادونې ده چې ډیری افغانان ځوانان په خپل هیواد کې د بې کارۍ له امله ان په ډېرو خطرناکو او مرګونو لارو نا قانونه کډوالۍ ته هم اړ شوي دي، چې وخت په وخت یې د زړه بوګنونکو پېښو راپورونه خبرېږي.