د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۱

د زلزلې د ژغورنې چارې پای ته رسېدلي، خو ځایي خلک وایي یوشمیر کسان تر خاورو لاندې دي


د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ له زلزلې وروسته
د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ له زلزلې وروسته

د طالبانو حکومت وايي د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د قربانیانو د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او هېڅ قرباني تر خاورو لاندې نه دی پاتې شوی. خو یو شمېر ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې په مزار دره او چلس سیمو کې لا هم زیات شمېر قربانیان تر خاورو لاندې پاتې دي.

طالب چارواکو د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې د عملیاتو د پای ته رسېدو اعلان کړی، خو د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې لا یې هم عزیزان تر خاورو لاندې پاتې دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب الله حنیف رسنیو ته په یوه استولي وېډیويي پيغام کې ویلي: "اوله مرحله زموږ روغتونونو ته د ټپیانو انتقال وو او د شهیدانو دفن کول وو، زموږ دغه مرحله په ډېر ښه شکل الحمدلله پای ته ورسېده. ټول شهیدان دفن شوي او ټول ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او زموږ دا پروسه تکمیل شوې ده."

ټول شهیدان دفن شوي او ټول ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او زموږ دا پروسه تکمیل شوې ده
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس

د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملې ادارې رئیس نورالدین ترابي هم یو شمېر رسنیو ته ویلي چې د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او اوس د دوی ټول پام په مرسته رسونه، روغتیايي خدمتونو او د لنډ مهاله مېشت ځایونو په جوړولو ورټول دی.

په ورته وخت کې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یو شمېر زلزله ځپلي هم د دوی په سیمه کې د لټون د عملیاتو د بشپړېدو خبره کوي، خو وايي رضاکاران د دې ولسوالۍ په بیلابیلو درو کې د مړو شویو څارویو د پیدا کېدو او خښولو په چارو بوخت دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نثار احمد احمدي ازادي راډيو ته وویل: "د پلټنې او ژغورنې چارې پای ته رسېدلي دي، خو یوازې د څارویو او حیواناتو مسئله پاتې ده چې اوس یې بوی کړی دی، خلک لګیا دي هغه خښوي ځکه له دې نه ناروغۍ پیدا کېږي."

خو د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې لا یې هم د کورنۍ غړي د خاورو لاندې پاتې دي.

د څوکۍ ولسوالۍ د شلس د کلي یوه اوسېدونکي نورالله ازادي راډيو ته وویل چې په دې زلزله کې یې د کورنۍ اووه غړي مړه شوي چې څلور یې د سیمې د خلکو په مرسته له خاورو رایستلي او درې لا هم تر خاورو لاندې دي: "درې تنه چې یوه مې وړه خور ده او یو مې وراره او بل مې ورور دی لا هم تر خاورو لاندې دي او تراوسه نه دي راویستل شوي، ځکه موږ سره د دوی د راویستلو امکانات نشته، کوم شهیدان مو چې راویستي هغه هم د سیمې د خلکو په مرسته په کولنګونو او بېلچو و، خو اوس موږ له حکومته غواړو چې زموږ د دې درې شهیدانو په رایستلو کې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو خپل پاتې شهیدان خاورو ته وسپارو."

درې تنه چې یوه مې وړه خور ده او یو مې وراره او بل مې ورور دی لا هم تر خاورو لاندې دي او تراوسه نه دي راویستل شوي
زلزله ځپلی

د نورګل ولسوالۍ یوه رضاکار چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولسوالۍ د مزار درې د ودیرو کلی چې لسګونه کورنۍ په کې اوسېدې ټول تر ګټو او خاورو لاندې شوي او دغه لیرې پرتې سیمې ته اصلا ژغورنکې ډله نه ده تللې.

نوموړي ازادي راډيو ته ادعا وکړه: "د مزار درې د ودیرو کلی مکمل تر ګټو او خاورو لاندې شوی دی، ژغورنکې ډله پرېکړه کړې چې دا نه رایستل کېږي او همدا یې قبر شو."

د کونړ یو شمېر سیمه ییزو چارواکو له دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د کونړ جغرافیې او د زلزلې له امله پراخه رامنځته شویو ویجاړیو ته په کتو ښايي د لټون او ژغورنې عملیات اوونۍ او ان میاشتې وخت ونیسي.

دغه راز د سپټمبر په دوهمه د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و چې د دغه زلزلې بشپړه اروزنه له جدي ننګونو سره مخ ده.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه چې د کونړ د زلزلې پراخ ناورین ته په کتو د لټون او ژغورنې عملیات څنګه دومره ژر پای ته ورسېدل، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دغه راز، که څه هم په کونړ کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي چې زلزله ځپلو سیمو ته عاجلې بشري مرستې رسېدلي، خو په دې برخه کې هم د یاد ولایت په ځینو سیمو کې شکایتونه موجود دي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد یوه رضاکار اسد الله چې بېلابېلو سیمو ته تللی او له قربانیانو سره یې له نږدې خبرې کړي ازادي راډيو ته وویل: "داسې کورنۍ هم شته چې د کورنۍ له ۱۳ غړو ۱۱ مړه شوي او دوه یې پاتې دي او دا دوه هم د څېړیو د ونې لاندې باد باران ته شپې سبا کوي، دوی خو نه شي کولای چې راشي او دلته په کمپ کې د مرستو لپاره په قطار کې ودریږي، دغه ډول لسګونه او سلګونه کورنۍ په زیانمنو سیمو کې شته چې هغوی ته اصلاً مرسته نه ده رسول شوې."

د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د شپې ناوخته د رېښتر په کچه ۶ عشاریه ۱ درجې زلزلې د ننګرهار، لغمان او نورستان په ګډون په کونړ کې پراخ مالي او ځاني تلفات واړول.

د طالبانو حکومت ویلي په دې زلزله کې په څلورو ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې له ۲،۲۰۰ زیات کسان مړه شوي، نږدې ۴،۰۰۰ کسان ټپيان شوي او له شاوخوا ۷،۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG