د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۶

خوستیانو له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره کمپاین پیل کړی


خوست کې د نغدي مرستو د ټولولو بهیر
خوست کې د نغدي مرستو د ټولولو بهیر

په خوست کې دځايي خلکو او ځوانو فعالانو د کونړ، ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو  زلزله ځپلو ته د نغدي مرستو د راټولو بهیر پیل کړی دی. دوی په ډله ییز ډول ښار کې ګرځي او له خلکو همدارنګه دکاندارانو او سوداګرو مرستې راټولوي.

د دوشنبې په ورځ د خوست اوسیدونکو او ځوانو فعالانو د افغانستان په ختیځو سیمو په ځانګړې ډول په کونړ کې د وروستۍ زلزلې د زیانمنو کورنیو سره د لاسنیوي په خاطر په ګډه په ښار کې د مرستې راټولول پیل کړل.

خوست کې د چندې لپاره صندوقونه اېښودل شوي وو
خوست کې د چندې لپاره صندوقونه اېښودل شوي وو

د خوست اوسیدونکي او د مرستو د راټولولو د کمپاین غړي نقیب الله ځلاند ازادي راډیو ته وویل:

«ټولو ملي مسایلو کې خوستي ځوانانو خپله فعاله ونډه اخیستې او دا نن هم دا دی دوکان په دوکان ګرځي او چنده ټولوي.»

خوستي فعالان په ملي مسالو او دا ډول لویو ناورینونو او غمیزو کې د ټولنې د ټولو قشرونو په ځانګړې ډول د شتمنو، پانګوالو او سوداګرو پراخه برخه اخیستنه اړینه بولي.

د خوست اوسیدونکي محمد اسحق عمري وویل چې باید ټول په داسې سختو حالاتو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

خوستي فعالان په دې ولایت کې د کنړ او نورو زلزله ځپلو اوسیدونکو لپاره د مرستې راټولو روان بهیر په دې ښه بولي، چې د ټولنې د شتمنو او بې وسه خلکو ونډه د هغوی وس ته په کتو په یو ډول ډېره ده.

د خوست اوسیدونکي عبدالله عادل وویل:

«خوستي ولسونه هم په دې پېښې سخت دردېدلي. تاسو ګورئ چې څومره ډېر خلک ټول شوي او غواړي خپلې مرستې وکړي»

د خوست اوسیدونکي وايي، د افغانستان د ختیځو سیمو په ځانګړې ډول د کونړ غمیزه د ځاني تلفاتو او مالي خسارې له اړخونو دومره لویه ده، چې د ټولو افغانانو، حتا نړیوالو بنسټونو ګډ لاسنیوي ته اړتیا لري.

بل لوري ته نړیوالو بنسټونو او د سیمې هېوادونو په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاری ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG