د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۴

خبرونه

ایران به د کب میاشتې تر پایه اته سوه زره نور افغان کډوال وباسي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د روان کال به د کب میاشتې تر پایه ۸۰۰،۰۰۰ نور افغان کډوال له دغه هیواده وباسي.

سکندر مومني، چې مشهد ته یې سفر کړی، د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه ویلي چې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال تر اوسه د ایران له پولو وتلي دي.

هغه زیاته کړه چې ایران پلان لري ۲ میلیونه افغان کډوال له دې هیواده وباسي.

هغه زیاته کړه چې دوی هغه کډوال چې په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي، ایستلي دي.

د اسکندر مومني په وینا، له هغو ۱.۲ میلیونه افغانانو چې تر اوسه له ایرانه وتلي دي، تر ۷۰ سلنه زیات یې په خپله خوښه ستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دوی ستنېدل به "په عزت سره" وي او دا دریځ د "کډوالۍ ضد" مانا نلري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شخړې وروسته، ایران د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په چین کې د تکنالوژۍ یو شرکت داسې روباټ جوړ کړی چې ماشوم زیږوي

د چین په ګوانګژو کې د کایوا په نوم د تکنالوژۍ شرکت د نړۍ لومړنی انسان نما روباټ جوړ کړی چې مصنوعي رحم يې په تګنالوژۍ سمبال دی.

دغه روباټ به په ۲۰۲۶کال کې بازار ته وړاندې شي او بیه به يې ۱۰۰زره یوان چې ۱۳۹۰۰ ډالر کیږي وي.

دغه انسان‌نما روباټ په خپلو نس کې یو مصنوعي رحم لري چې د حامله‌ګۍ او زیږون په جریان کې د جنین د ساتلو لپاره ډیزاین شوی دی.

دغه روباټ د پخوانیو څیړنو پر بنسټ رامنځته شوی.

امریکايي ساینسپوه نارس وزي په ۲۰۱۷کال کې د "ژوندۍ مایعې ډکه بیولوژیکي کڅوړه" د څو اونیو لپاره ساتلې وه، چې اوس د کایوا شرکت له دغې څیړنې په ګټه د انسان نما روباټ د حمل سیستم جوړ کړی دی.

د ساینسپوهانو په باور، په دې ډول یو داسې نړۍ انځورېدلی شي چې په کې ماشومان له مور نه، بلکې له ماشینونو نړۍ ته راځي او دا تکنالوژۍ ممکن راتلونکی ډير ژر بدل کړي.

سیلابونو په اتو ولایتونو کې څلور کسان مړه کړي دي

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې چارواکي وايي، د شدیدو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو له کبله په اتو ولایتونو کې څلور کسان مړه او یو تنه ټپي شوی دی.

د دغې ادارې په ټکو، سیلابونو په زرهاوو کورونه او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړي دي.

د دې ادارې د اطلاعاتو مسول محمد یوسف حمد وايي، دغه سیلابونه په کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې راوتي، خو دا یادونه يې نه ده کړې چې ډیر زیان د کوم ولایت اوسیدنکو ته رسیدلی دی.

د سیلابونو له کبله دا زیانمونه په داسې حال کې دي چې د همدې میاشتې په پیل کې په جوزجان، لغمان، کنر او خوست ولایتونو کې سیلابونو پنځه کسان مړه کړي وو.

ملګرو ملتونو په افغانستان ناڅاپي سیلابونه د اقلیمي بدلون نښې بللي او له نړیوالو يې د اړمنو خلکو لپاره د مرستو غوښتنه کړې ده.

سویسي پیلوټ د لمریز الوتکې په مرسته د نړۍ د الوتنې نوی لوړ ریکارډ جوړ کړ

سویسي پیلوټ رافایل دومیان (Raphael Domjan)د لمریز برېښنايي الوتکې په مرسته د الوتنې لوړ ریکارډ مات او د سمندر له سطحې ۹۵۲۱مټره لوړ والوت.

د سي بي اس تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، دومیان د تیرې سه شنبې په ورځ د سویس په جنوب په سیون هوايي ډګر کې د سولرسټراتوس لمریز الوتکې په مرسته دغه تاریخي الوتنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د الوتکې انرژي د هوا له تودوخي اخیستل شوې وه چې په مرسته يې د ۱۵کلونو ریکارډ مات شو.

له دې وړاندې د لمریز بريښنايي الوتکې د الوتنې لوړوالی تر ۹۲۳۵مټرو پورې ثبت شوی وو.

دومیان ویلي،"غواړي لومړنی کس شي چې تر ۱۰زره مټره لوړه لمریز بریښنايي الوتکه پورته کوي".

دغه لوړوالی د مسافر وړونکو الوتکو له لوړوالي سره برابره دی.

ټرمپ د پوتین او زلنسکي ترمنځ د مستقیمې احتمالي کتنې خبر ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼې کې د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیرزلنسکي سره تر ناستې وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکې نیولې څو له ولادیمیر زلنسکي سره يې د مستقیمې کتنې زمینه برابره کړي.

ټرمپ وړاندې ویلي، په سپینه ماڼې کې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، فنلاند او ناټو له مشرانو د کوربتوب وروسته يې پوتین سره اړیکه نیولي او د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره يې د احتمالي کتنې په اړه خبرې کړي دي.

د ټرمپ په ټکو، "د پوتین او زلنسکي کتنه د اوکرایین د څلور کلنې جګړې د پایته رسولو لپاره ډير ښه اقدام دی".

روسیې په ۲۰۲۲کال کې پر اوکرایین برید وکړ که لا هم دوان لري.

په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه

کابل-د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
کابل-د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

ټاکل شوې ده چې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران سبا په کابل کې سره وګوري.

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز ( سپک) پروژې د پراختیا په لارو چارو بحث وکړي.

د اګست په پیل کې، ټاکل شوې وه چې امیرخان متقي په دې درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو هغه مهال دا غونډه وروسته له دې لغوه شوه چې څرګنده شوه چې ملګرو ملتونو متقي ته، چې نوم یې د بندیزونو په لیست کې دی، د سفر اجازه نه ده ورکړې.

د ناټو سرمنشي: د اوکراین د امنیتي تضمینونو بحثونه روان دي

مارک روته د ناټو سرمنشي
مارک روته د ناټو سرمنشي

د ناټو عمومي منشي مارک روته وایي، د اوکراین لپاره د داسې امنیتي تضمینونو د ورکړې بحثونه روان دي لکه د ناټو غړیو هیوادونو چې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي روته په سپینه ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره تر غونډې وروسته فاکس نیوز ته وویل چې واشنګتن د اوکراین لپاره په امنیتي تضمینونو کې لیوالتیا ښودلې ده، چې د ناټو د پنځمې مادې په څير به وي.

روته زیاته کړه، په هغه څه چې بحث روان دی د ناټو غړیتوب نه دی، خو د ناټو د غړیو هیوادو په څير به دا تضمین ورکول کیږي چې پنځمه ماده یې روښانوي، یعني د ناټو پر یوه غړي برید د ناټو پر ټولو هیوادونو د برید په معنا دی.

زیلینسکي تر دې مخکې د ناټو تړون د پنځمې مادې پراساس له لویدیځ څخه د مرستې د تضمینونو غوښتنه کړې وه.

طالبانو د عینکو د مس د کان تړون د نورو ۱۵ کلونو په مخه تمدید کړ

د عینکو د مس د کان سیمه-ارشیف
د عینکو د مس د کان سیمه-ارشیف

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د لوګر په محمد اغه ولسوالي کې یې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.

په دې ډول د دې کان تړون تر پنځه څلویښت کلونو پورې وغځول شو. د وزارت ویاند همایون افغان په کابل کې رسنیو ته وویل چې د تړون له تمدیدو سره په شرایطو کې څه بدلون نه دی راغلی.

دا پروژه اوولس کاله مخکې د ( ایم سي سي) په نوم یو چینایي شرکت ته سپارل شوې وه خو تر دې دمه د دې کان د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

له ۲۰۰ ډیر افغانان چې جرمني یې د منلو ژمنه کړې وه، له پاکستانه افغانستان ته اخراج شوي

په پاکستان کې د پولیسو له لورې یو نیول شوی افغان کډوال-ارشیف
په پاکستان کې د پولیسو له لورې یو نیول شوی افغان کډوال-ارشیف

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۱۱ افغانان چې جرمني یې د کډوالو په توګه د منلو ژمنه کړې وه، په زور له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د دې وزارت یوه ویاند پرون په برلین کې وویل چې ۴۵۰ افغانان په پاکستان کې نیول شوي او د شړلو له خطر سره مخ دي.

جرمني ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا کسان له خپلې خاورې څخه نه ایستل کیږي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې ۲۴۵ افغانان چې د پاکستاني پولیسو لخوا په کمپونو کې ځای پر ځای شوي وو د دې هڅو په پایله کې خوشې شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، جرمني لسګونه زره افغانان ومنل او اوس هم شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې جرمني ته د داخلېدو ژمنې یې ترلاسه کړې دي.

ټاکل شوې ده نن ټرمپ د اوکراین د ولسمشر او اروپایي مشرانو کوربه وي

عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپايي مشران په سپینه ماڼۍ کې د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي، روسیې په خارکیف ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د مرګوني برید په ګډون پر یو شمېر اهدافو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر خبرو یو څو ساعته مخکې، پر خارکیف ښار په برید کې د دوو کوچنیانو په ګډون اووه کسان ووژل شول او لږترلږه ۲۰ نور ټپیان شول.

په الاسکا کې د ټرمپ له خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له کوربه توب درې ورځې وروسته روسیې دا هوايي بریدونه وکړل. ټرمپ ویلي وه چې د سولې د موافقې په اړه په خبرو اترو کې "لوی پرمختګ" شوی دی خو پر جزئیات یې باید کار وشي.

ټاکل شوې ده نن د اګست د ۱۸مه، ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو کوربه وي.

په دغو خبرو کې د ټرمپ او زیلینسکي تر څنګ د ناټو مشر مارک روټ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر، د جرمني چانسلر فریدریش میرز، د ایټالیا صدراعظمه جیورجیا میلوني او د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب ګډون وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG