د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰

امریکا او پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

پاکستاني او امریکايي چارواکو په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او پر ګډې ژمنتیا په یوې ناسته کې تاکید کړی دی.

دغه ناسته چې پرون سه شنبې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد ادارې همغږي کوونکي ګریګوري ډي لوګیرفو په کې ګډون درلود.

دواړو خواوو په سیمه کې د ترهګریزو ګواښونو په ځانګړې توګه د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو پر وړاندې په مبارزې تاکید وکړ.

دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د دغو ډلو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به مناسبې او عملي لارې چارې مومي.

په دې ناسته کې امریکايي استازي په سیمه کې د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې ستاینه هم وکړه.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و،" د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله يې د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله کړې ده".

په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په حواله راغلي و، "دا پیژندنه د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ ژمنتیا په ګوته کوي".

تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او بلوڅ ازادي غوښتونکي هغه وسله والې ډلې دي چې د افغانستان، ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې فعالیتونه کوي.

دغو ډلو د افغانستان په ګډون په پاکستان کې د ډیرو شمیر بریدونو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG