د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۸

خبرونه

نن د افغانستان په نهو ولایتونو کې د سیلونو د بهیدلو امکانات شته

افغانستان- سیل
افغانستان- سیل

د افغانستان په نهو ولایتونو کې نن د سختو بارانونو اټکل شوی دی چې تالنده او بریښنا به ورسره وي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوې خبرتیا کې ویلي دي چې په کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان، کاپیسا، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د دې بارانونو له امله د سیلونو د بهیدلو امکانات شته.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په هرات کې د خطاطۍ څلور ورځنۍ نندارتون پرانیستل شوی

هرات
هرات

په هرات کې د خطاطانو د ټولنې په همکارۍ د کوفي خط لومړی نندارتون د دوشنبې په ورځ پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د کوفي خط پنځه څلویښت ډوله هنري اثار راغونډ شوي، چې په ځانګړې ډول د لومړۍ هجري پيړۍ د هنر استازیتوب کوي.

دا نندارتون به د پنجشنبې ورځې تر اخره د هرات ښار په علامه صلاح الدین سلجوقي تالار کې پرانیستی وي.

د عینک مسو له کان څخه ۱۴۳۰ لرغوني اثار ولیږدیدل

د عینک د مسو کان او هلته لرغوني اثار
د عینک د مسو کان او هلته لرغوني اثار

د عینک مسو د کان له سیمې ترلاسه شوي یو زر څلور سوه دیرش لرغونې اثار به تر ارزونې وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې دا اثار به د لرغون پیژندونکو له لورې پاک شي، ترمیم به شي او تر ثبت او تسجیل وروسته به ملي موزیم ته انتقال شي. دغه وزارت زیاتوي چې په دې اثارو کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، شیشې، هډوکو او لرګیو جوړ شوي توکي دي چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سیکې، کتیبې، جامونه، پیالې ، څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مرۍ، او یوشمیر نور وسایل شامل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا اثار تر پنځه زره کلونو ډیر لرغونې دي.

زیلینسکي: اکرایني ځواکونه د پاکستانیانو او چینایانو په شمول له کرایي جګړه مارانو سره جنګیږي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین عسکر د هیواد په شمال ختیځ کې له بهرنیو کرایي جګړه مارانو سره په جګړه بوخت دي. د ولادیمیر زیلینسکي په وینا دا جګړه ماران له بیلابیلو هیوادونو لکه پاکستان، چین او د افریقا له ځینو برخو ورغلي دي.

د اوکراین ولسمشر تر دې مخکې هم مسکو تورن کړی و چې د اوکراین پرضد جګړه کې د چینایي جګړه مارو ګمارنه کوي، خو پیکنګ دا تورونه رد کړې دي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې ښاغلي زیلینسکي د اوکراین په شمال ختیځ کې په خارکیف کې د جګړې له کرښې څخه تر لیدو وروسته په ایکس کې ولیکل چې د دوی پوځیان د چین، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او د افریقایي هیوادونو د کرایي جګړه مارانو راپورونه ورکوي چې دا کسان به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی، روسیې ته ځي

سټیف ویتکاف
سټیف ویتکاف

تمه ده چې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ځانګړی استازی ستیف ویتکاف سبا یا بل سبا روسیې ته ولاړ شي او هلته له روسیي چارواکو سره د اوکراین د جګړې د ختمیدو په تړاو خبرې وکړي.

ډونالډ ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل چې ویتکاف به د چهارشنبې یا پنجشبې په ورځ روسیې ته سفر وکړي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ښاغلي ټرمپ روسیې ته تر راتلونکې جمعې مهلت ورکړی دی چې داسې یوه معامله دې وکړي چې ورسره د اوکراین درې نیم کلنه جګړه پای ته رسیږي.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف پرون وویل چې دوی تل دې ته خوشالیږي چې ښاغلی ویتکاف په مسکو کې وویني.

د امریکا ولسمشر ویلي دي، که مسکو د اګست تر اتمې نیټې د اوکراین د جګړې په تړاو یو تړون ونه کړي، بندیزونه به پرې ولګول شي او لوړې تعرفې به پرې وضع شي.

اسلام اباد ته د متقي سفر د ( تخنیکي ستونزو) له کبله ځنډیدلی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، ارشیف

پاکستان ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي سفر ځنډیدلی دی.

په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان د پاکستاني سرچینو په حواله ویلي چې دغه سفر " د تخنیکي ستونزو له کبله" ځنډول شوی.

دوی ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.

د دواړو خواوو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې وه چې متقي د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر نن دوشنبه اسلام اباد ته ولاړ شي او له صدر اعظم شهباز شریف او نورو چارواکو سره وګوري.

متقي د جولای میاشتې په وروستیو کې ویلي و چې د اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پاکستان ته سفر کوي.

د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټورونو د ۴۵میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د څه باندې ۴۵میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

دا هوکړه لیکونه پرون یکشنبې په کابل کې په یوې ناستې ته د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ لاسلیک شوي.

ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سودګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل،"تمه لرو چې له ازبکستان سره مو د سوداګرۍ کچه تر دریو میلیاردو ډالرو رسوو".

په کابل کې د ازبکستان سفیر ایبک عثمانوف د تاشکند او کابل ترمنځ نویو هوکړو ته په اشارې وویل، "سږکال له افغانستانه ازبکستان ته صادرات درې برابره شوي دي".

له دې وړاندې طالبانو له ازبکستان سره ترجیحي سوداګري هوکړې لاسلیک کړې وې.

که څه هم په دې وروستیو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوادګره راکړه ورکړه زیاته شوې، خو افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې ستونزې پرځای دی او نشي کولی په وخت د ازبکستان ویزې ترلاسه کړي.

تهران او اسلام اباد د خپلې منځي سوداګرۍ ارزښت لسو میلیاردو ډالرو ته رسوي

ایران او پاکستان هوکړه کړې چې په نژدې راتلونکې کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه لس میلیارده ډالرو ته ورسوي.

د پاکستاني د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، صدراعظم شهبازشریف د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ګډه خبرې ناسته کې داسې اسناد لاسلیک کړي چې موخه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ لسو میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ رسول دي.

اوسمهال د تهران او اسلام اباد ترمنځ کلنۍ راکړه ورکړه درې میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اګست په دویمه له یوه لوړپوړي پلاوی په مشرۍ په دوه ورځیني سفر اسلام اباد ته تللی دی.

له پزشکیان مخکې د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د ۲۰۲۴کال په اپریل کې اسلام اباد کې له شهبازشریف سره د لسو میلیاردو ډالرو د سوداګرۍ خبره کړې وه.

د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، دواړو لورو د تکنالوژۍ، نوښتونو، کلتور، تعلیم، د ځوانانو چارو، روغتیا او بحري امنیت په برخو کې موافقې او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

پزشکیان له اسراییلو سره تر ۱۲ورځینې جګړې وروسته اسلام اباد ته په سفر تللی او مخکې يې ویلي،"که شرایط مساعد شول افغانستان ته هم سفر کوي"، خو معلومه نه ده چې هغه به افغانستان ته سفر وکړي او کنه.

اسټرالیا کې د افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په اسټرالیا کې میشت د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو په دې هېواد کې د نړیوالو استعدادونو د پیژندنې په سیالیو کې ګډون کړی وو.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه سیالۍ تیره میاشتې وې او تمه ده د سږکال د دوستانه نړیوالو لوبو لپاره د افغان ښځینه لوبغاړو ۲۳کسیزه لوبډله جوړه شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د فوټبال ډیر شمیر ښځینه لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې.

په تیرو نژدې څلورو کلونو کې دا لوبغاړې د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره مبارزه کوي.

دا پرمختګ وروسته له هغې دی چې د مې په میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغان ښځو د کډوالو لوبډلې جوړول تصویب کړل.

په روسیه کې له پنځه پیړیو وروسته اورشیندی یا اتشفشان بیا فعاله شوی

د روسیې په لیرې خیتځ کامچاتکا کې د وروستۍ زلزلې له کبله له پنځو پیړیو وروسته اورشیندی یا اتشفشان فعاله شوی دی.

په روسیه کې د اورشیندي پېژندنې نړیوال پروګرام وايي، دغه اورشیندی د وروستي ځل لپاره په ۱۵۵۰ کال کې په دې سیمه کې رامنځته شوې وه.

د کامچاتکا د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي، له کراشنینکوف اورشیندی پورته شوي چې د ایرو لوخړه يې ۶کیلو مټره لوړه ده چې خیتځ ته د ارام سمندر پر لور روانه ده.

روسي کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د چهارشنبې د ورځې له ۸ اعشاریه ۸ درجې زلزلې وروسته ښايي په سیمه کې د څو اونیو لپاره له زلزلې وروسته ټکانونه پېښ شي.

د یکشنبې پر ورځ ۸ اعشاره ۸ درجې زلزلې د کوریل ټاپوګان ولړزول.

دا زلزله، چې د کامچاتکا ټاپووزمې په پتروپاولوفسک کې وشوه، له ۲۰۱۱ کال راهیسې دغلته د شویو زلزلو تر ټولو ځواکمنه هغه وه.

له دې ځواکمنې زلزلې وړاندې په ۲۰۱۱کال کې په جاپان کې د ریښتر په ۹اعشاره ۱درجه زلزله شوې وه چې څه باندې ۱۵زره کسان په کې وژل شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG