د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۴

نړۍ

روسیې ته د امریکا له نوي ضرب الاجل سره سم، مسکو پر اوکراین خونړي بریدونه کړي

پر اوکراین د روسیې له یوه برید وروسته وضعیت
پر اوکراین د روسیې له یوه برید وروسته وضعیت

پر اوکراین د روسیې د تیرې شپې په توغندیز او بې پيلوټه الوتکو برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

دا بریدونه څو ساعته وروسته تر هغه وشول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین لس- دولس ورځې وخت لري چې دا جګړه و دروي.

ټرمپ دوه اونۍ مخکې پوتین ته پنځوس ورځې مهلت ورکړی و، خو اوس یې دا مهلت نژدې سم نیمایي را کم کړ.

هغه ویلي، که پوتین له اوکراین سره سوله ونه کړي، پر روسیې به پراخ بندیزونه ولګوي.

کریملین تراوسه د ډونالډ ټرمپ له خوا دوی ته په نوي ضرب الاجل تبصره نه ده کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

استرالیا د قانون له مخې ماشومان ته د یوټیوب د کارولو اجازه نه ورکوي

د استرالیا حکومت یو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې د روان کال له ډیسمبر وروسته له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په یوټیوب کې اکونټ ولري.

په استرالیا کې د قانون له مخې ماشومان د فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک اکونټونو د جوړولو اجازه نه لري.

یوټیوب مخکې له دې قانونه مستثنا وو.
د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ده.

د استرالیا حکومت وايي، له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې شرکتونه ۵۰میلیونه استرالیايي ډالره جریمه کیږي.

یوټیوب دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي، دا پلټفارم یوازې د ویډیوګانو د شریکول لپاره دی.

د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور له مخې، ماشومان کولی شي د یوټیوب ویډیوګانو ته لاسرسی ولري خو خپله په کې اکونټ جوړولی نشي.

انلان لوبې، پیغامونه، تعلیمي او د روغتیا اړونده موارد له دې قانونه مستثنا دي، ځکه ماشومانو ته کم زیان رسوي.

عراقچي: له امریکا سره د اټومي تړون پر سر د خبرو بیا پيل ته کومه ځانګړې او منظمه برنامه نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره هیڅ کومه ځانګړې برنامه نه ده تنظیم شوې.

عراقچي پرون سه شنبه ( د زمري ۷مه) د اسراییل-ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې د قربانیانو د یاد غونډې په څنډه کې دا خبره وکړه.

د ایران او متحده ایالتونو مرکچیانو سږ کال یوه اټومي تړون ته د رسیدو په هدف پنځه پړاوه خبرې وکړې او شپږم پړاو یې چې مسقط کې پلان شوی و، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته لغو شو.

د ایران او اسراییل د بریدونو پر دوام د متحده ایالتونو ځانګړو جنګي الوتکو د ایران درې اټومي تاسیسات فوردو، نطنز او اصفهان په نښه کړل چې د چارواکو په خبره ( په بشپړ ډول) له منځه ولاړل.

روسیې کې له زورورې زلزلزې وروسته سونامي، جاپان او امریکا کې هم د سونامی خبرداری ورکړل شوی

د روسیې لرې ختیځ کې له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری
د روسیې لرې ختیځ کې له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری

د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه ( د زمري ۸مه) د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله.

د دغې زلزلې له کبله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې.

اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمیر خلک تخلیه شوي دي.

تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.


چارواکي: غزه کې د جګړې له پيله د وژل شویو فلسطینیانو شمیر له ۶۰ زرو واوښت

د اسراییل او حماس جګړه، ارشیف
د اسراییل او حماس جګړه، ارشیف

د غزې د روغتیا وزارت وایي، پر دغې تړانګې د اسراییل د بریدونو له پيله تراوسه څه باندې ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې وزارت دغه شمیرې نن سه شنبه ( د زمري ۷مه) اعلان کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې څه شمیر یې پوځیان او څومره یې ملکیان دي.
خبر کې راغلي چې د وژل شویو شاوخوا نیمایي برخه ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې غزه کې د لوږې کچې د لوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو له خبرداریو وروسته دغې تړانګې ته ځمکنۍ او هوایي مرستې رسیدلي دی.

هندي چارواکي وایي، هغه درې ( ترهګر) یې وژلي چې اپریل میاشت کې یې پر سیلانیانو برید کړی و

د هند او پاکستان پوله
د هند او پاکستان پوله

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شا نن ( سه شنبه د اسد ۷مه) ویلي، هغه درې " ترهګر" یې وژلي چې په تیره اپریل میاشت کې یې په جمو او کشمیر کې پر سیلانیانو برید کړی و.

هغه برید کې ۲۶ تنه ووژل شول چې وروسته یې د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ پوځي شخړې ته هم زمینه برابره کړه.

هغه مهال هندي چارواکو بریدګر پاکستاني اتباع بللي وو چې په وینا یې د اسلام اباد په ملاتړ یې د کشمیر پهلګام سیمه کې دا خونړی برید کړی دی.

پاکستاني اسلامپاله ډلو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل.

دا له ۲۰۰۸ کال راهیسې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

ملګروملتو له ایران څخه وغوښتل چې اعدامونه ودروي

د ملګروملتو د بشري حقونو لوی کمېشنر فولکر ترک پرون (دوشنبې) په یوه بیان کې وویل چې په ایران کې د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښمن دی او له دې هیواده غواړي چې د اعدام سزاوې سمدستي بس کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا چې تر دې دمه په روان کال کې په ایران کې د اعدام سلګونه حکمونه اجرا شوي دي، ښيي چې وضعیت څومره اندېښمنوونکی دی.»

هغه په دوام کې په ایران کې د اعدام د سزا د «فوري درولو» پر ضرورت ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له راټولو شویو معلوماتو سره سم، د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان اعدام شوي دي.

په دې بیان کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر خپور کړی، راغلي چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې د اعدامونو د شمیرې دوه برابره زیات دی.

د ایران د بسیج یو قوماندان په زاهدان کې ووژل شو

په زاهدان کې د بسیج په نوم د ایران د رضاکار ځواک د اډې قوماندان وژل شوی دی

د سپاه پاسداران د ځمکنيو ځواکونو د قدس سيمه‌ييزې اډې پرون (دوشنبې) خبر ورکړ چې د د دې ځواک د يوې اډې قوماندان په یوه «تروریستي برید» کې وژل شوی دی.

د دې اډې په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس نوم «جواد کریم‌کُشته» بلل شوی او ويل شوي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ (د زمريږ/ اسد ۵ مه) د زاهدان ښار د شيرآباد سيمې په «امام هادي» جومات کې «د لمونځ کوونکو د امنيت د ساتنې د ماموريت پر مهال» وژل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

د زمري په څلورمه نېټه په زاهدان ښار کې د سيستان او بلوچستان د ولايت د عدليې پر ودانۍ وسله‌وال بريد شوی و.

د «جیش‌العدل» په نوم ډلې، چې ايران او امريکا يې يوه «ترهګره» ډله بولي، د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخیست.

په غزه کې ۱۴کسان د لوږې او خوارځواکۍ له کبله مړه شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وايي، "په غزه کې د حماس وسله والې ډلې پر وړاندې جګړه باید په بل ډول پر مخ لاړه شي".

هغه دا خبره نن په سکاتلنډ د بریټانیا له صدراعظم کیرسټارمر سره یو ځای خبریالانو ته کړې ده.

ټرمپ ویلي، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته مې ویلي چې د حماس پر وړاندې باید جګړه بل ډول پرمخ لاړه شي.

ټرمپ خبریالانو ته وړاندې وویل، "له تلویزیوني تصویرونو داسې ښکاري چې په غزه کې ماشومان وږي دي".

بل پلو، په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، "په تیرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله ۱۴کسان مړه شوي دي".

رویترز ویلي، له دې سره د هغوو کسانو شمیر چې د جګړې له پیل راهیسې د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي ۱۴۷ تنو ته پورته شو چې ۸۹ يې ماشومان دي.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نن يې په بشري مرستو بار ۶۰لارې غزې ته استولي دي.

په غزه کې د بشري ناورین او د لوږې له کبله د ماشومانو په ګډون د خلکو له مړینې وروسته نړیوالو پر اسراییلو فشارونه زیات کړل، څو غزې د بشري مرستو د انتقال لپاره اجازه ورکړي.

د مالیزیا په منځګړیتوب تایلند او کمبویا اوربند وکړ

تایلند او کمبودیا د مالیزیا په منځګړیتوب له قید او شرط پرته په اوربند سلا شوي دي.

دا اوربند وروسته له هغې اعلانیږي چې د داوړو هېوادونو ترمنځ په پنځه ورځینۍ نښته کې ۳۵کسان ووژل شول او ۲۶۰ نور ټپیان شول.

د اوربند پلي کیدل د سه شنبې په شپه پیلږي.

د تایلند او کمبودیا ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې د مالیزیا په ګډون امریکا او چین هم رول درلود.

د دواړو هېوادونو مشران هیله مند دي چې وضعیت بیرته عادي حالت ته راوګرځي او بې ځایه شوي خپلو کورونو ته ستانه شي.

د تایلند او کمبودیا ترمنځ د پنج شنبې په ورځ په سرحدي سیمه جګړه د یوه ماین د چادونه له کبله پیل شوه.

د ماین په چادونه کې پنځه تایلندي سرتیري ټپیان شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG