د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۱

د سږني کانکور اول نومره څه غوښتنې لري؟


سید موسی
سید موسی

داسې مهال چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ډیری لوستي ځوانان له بیکارۍ کړېږي، د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور اول نمره سید موسی د طالبانو له حکومت غواړي، چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې اول نومره، سید موسی د طالبانو له حکومت غواړي هغو کسانو ته د کار زمینه برابر کړي چې لوړی زده کړې لري.

"هغه کسان چې لوړې زده کړې یې کړي او لا تر اوسه هم بیکاره دي، حکومت نه مې دا غوښتنه ده چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي، تر څو وکولای شي هغه استعداد چې دوی یې لري د افغانستان د پرمختګ لپاره یې وکاروي."

دا غوښتنه داسې مهال ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ډیری لوستي ځوانان وزګاره دي.

دوی شکایت کوي چې د لسانس او ماسټرۍ سندونه لري خو کار ورته نه پیدا کېږي.

د میدان وردګو ولایت یو اوسېدونکی ځوان چې د حقوقو په برخه کې یې د لسانس تر کچې زد کړې هم شکایت لري، چې سند په لاس خو وزګاره ګرځي.

ده د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"چې مونږ به درس ویلو، پوهنتون به مو ویلو، هیله مو لرله چې خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپل هیواد او خپلو حلکو ته به خدمت کوو، ډیر کوشش مې کړی چې یوه وظیفه ترلاسه کړم خو زمونږ لپاره نه دنده شته نه کار شته، خپل خرڅ په ډیرو مشکلاتو سره ترلاسه کوو."

د کابل ولایت اوسېدونکې چې ځان د رفاه په تخلص راپېژني او د انګریزي ادبیاتو په برخه کې ماسټري لري وايي، له لومړي ټولګي نه اول نمره پاتې شوې، خو اوس د کور په څلورو دیوالونو کې راګیر او د خپلو دې کوششونو هیڅ ثمره یې ونه لیده.

دې هم د ورته ستونزې له امله د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وړاندې وویل:

" له لومړي تر دولسم ټولګي تل اول نمره وم، د پوهنتون په دوره کې اول نمره وم، په ډیرو سختو شرایطو کې مې خپل ماسټري تر لاسه کړه، خو نن زه وزګاره یم او خپل وطن ته خدمت نه شم کولای، ما هیڅ له خپلو تحصیلي اسنادو استفاده ونه شوه کړای، چې چیرې کار وکړم. "

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو راهیسې له شبږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو او په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي نن ورځ افغانستان په بېلابیلو برخو کې متخصصو او وړو کسانو ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي تلویزیون پنجشنبه د زمري دوهمه په خپله ویب پاڼه لیکلي، نوموړي دا څرګندونې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې او مدرسو د لسو مخکښانو په ستاین غونډه کې کړې دي.

په خبر کې وړاندې راغلي، عبدالسلام حنفي دې اړتیا ته په پام په ځوانانو غږ کړې چې باید هڅه وکړي، چې په علم او پوهې سره په بېلابیلو برخو کې تخصص ترلاسه او د خپل هیواد او خلکو اړتیاوې پوره کړي.

خو د طالبانو حکومت په دې ورستیو کې د دوی تر کنترول لاندې ادارو کې پراخ تنقیصات وکړل، مخکې ځینو باخبره سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا تنقیصات ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې دي.

په دې تنقیصاتو کې د دولتي پوهنتونونو ډیری ښځینه او یو شمیر نارینه تجربه لرونکي استادان هم په کور کینول شوی.

د یادونې ده چې د طالبانو په حکومت تور دی چې دوی په ډیری دولتي ادارو کې خپل کسان چې یوازې د مدرسو په کچه دیني زده کړې لري ان د ځینو متخصصو او مسلکي کارکونکو پر ځای مقرر کړي دي، هغه تورونه چې د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په وار وار رد کړي دي.

په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته بیکاري پراخه شوی، ډیری ځوانان د کار پیدا کولو او ښې راتلونکې په هیله په ډیرو سختو او ناقانونه لارو نورو هیوادونو ته تللي دي، خو هلته هم له نیولو، ځورولو او ایستلو په ګډون له بیلابیلو ستنونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG