د سکاټلنډ پخوانۍ لوبغاړې او د ځوانانو اوږدمهاله روزونکې پالین هیمل د افغان ښځینه کډوالو د فوټبال ملي لوبډلې د لومړۍ رسمي روزونکې په توګه ټاکل شوې ده.
د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هیمل به د دې نوې جوړې شوې لوبډلې مشري وکړي.
د افغان ښځو د کډوالو لوبډله د فیفا له خوا د ۲۰۲۴م کال په مې میاشت کې اعلان شوه.
د فیفا په وینا، پالین هیمل به اوس د «استعداد پېژندلو» په درو کمپونو کې برخه واخلي چې د نړیوالو دوستانه سیالیو لپاره یوه لوبډله جوړه کړي.
پالین هیمل چې ۱۴۱ نړیوالې لوبې د خپل هېواد لپاره کړې دي، پر سکاټلنډ سربېره د سعودي عربستان د ښځو د لویډلو روزونکې پاته شوې ده.