د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۹

د روسیې او اکراین سولې ته ناهیلۍ، اوکراین د پوځي حکومت قانون بیا وغځوه


د اوکراین پارلمان، ارشیف
د اوکراین پارلمان، ارشیف

د اوکراین پارلمان نن د "پوځي حکومت او عمومي بسیج" قانون د ۹۰ نورو ورځو په مخه وغځوه. دغه قانون کې د جګړې د مهال اقدامات شامل دي او دا یې شپاړسم ځل دی چې موده یې تمدیدېږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو له اوکراین سره د روسیې په ضد جګړه کې د نوې پوځي مرستې ژمنه کړې ده.

د اوکراین پارلمان کې د سه شنبې په ورځ ( د چنګاښ ۲۴مه) د پوځي حکومت او عمومي بسیج د قانون غځولو ته ۳۲۰ وکیلانو موافقې او یوازې یوه مخالفه رایه ورکړه.

د دغه قانون د تمدید موده د روان میلادي کال د اګست له ۷مې پيلیږي او د نومبر تر ۵مې نیټې پورې دوام کوي.

یاد قانون د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل سره هممهاله اعلان شو او دا یې شپاړسم ځل دی چې موده یې غځول کیږي.

د پوځي حکومت او ملي بسیج د قانون له مخې په اوکراین کې د ولسمشرۍ او پارلمان دواړو ټاکنې ځنډیږي او د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ نرینه له استثنا پرته له هېواده د وتلو اجازه نه لري.

اوکراین کې پوځي حالت داسې مهال تمدیدیږي چې د روسیې او اوکراین د یوې احتمالي سولې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هڅو کومه پایله ورنه کړه.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که کرملین د ۵۰ ورځو په موده کې له اوکراین سره د اوربند توافق ته ونه رسېږي، نو امریکا به پر هغو هېوادونو سختې ګمرکي تعرفې ولګوي چې له روسیې سره سوداګري کوي.

ټرمپ دا څرګندونې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره په سپینه ماڼۍ کې د کتنې په ترڅ کې وکړې.

ټرمپ دغه راز ژمنه وکړه چې میلیاردونه ډالره وسلې به کییف ته وسپاري چې تر ډیره په کې دفاعي وسلې شاملې دي.

د ټرمپ دا څرګندونې د روسیې په وړاندې دریځ کې د یوه ښکاره بدلون نښه ده. هغه چې مخکې یې ادعا کوله چې له پوتین سره شخصي اړیکې لري او د سولې توافق کولی شي، خو اوس په ښکاره ډول کرملین تورنوي چې د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې جدي نه دی.

د ټرمپ دغو څرګندونو د روسي چارواکو غبرګونونه هم پارولي دي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، ټرمپ د ناټو او اروپایي ټولنې له خوا تر فشار لاندې دی چې د اوکراین جګړه وغځوي.

د لاوروف مرستیال الکساندر ګروشکو بیا خبریالانو ته ویلي، ناټو غواړي د اوکراین جګړه تر هغو وغځوي چې مسکو ستړی کړي.

XS
SM
MD
LG