د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۴

د ټرمپ او پوتین ترمنځ ناندرۍ؛ ولسمشر ټرمپ وايي پوتین لیونی دی


یو لوړپوړی اوکراییني چارواکی وايي، د اوکرایین لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی کیت کیلاګ نن دوشنبې کیف ته رسیدلی دی.

دا سفر داسې مهال دی چې د اوکرایین د درې کلنې جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسۍ د بدلون په حال کې دي.

ټرمپ چې د خپلو ټاکنیزو منډو تړو پر مهال يې په یوه ورځ کې د اوکرایین د جګړې د دریدو ژمنه کړې وه، په وروستیو کې يې په ځلونو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر کلک دریځ نیوکې کړې او هغه ته يې د "لیوني" خطاب کړی دی.

ټرمپ همدارنګه اوکرایین ته د پاټرویټ دفاعي وسلو د ورکړې خبره هم کړې ده.

په تیره جون میاشت کې روسیې جنګي الوتکو پر اوکرایین بې ساري هوايي بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په تیره میاشت کې په دې بریدونو کې ۲۳۲ملکیان وژل شوي او څه باندې ۱۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

بل پلو، جمهوري غوښتونکی سناتور او د ولسمشر ټرمپ متحد لیندسي ګراهام ویلي، د اوکرایین او روسیې جګړه یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی او د ټرمپ حکومت د بل هر وخت پرتله د اوکرایین ملاتړ کوي.

له دې سره همهاله، د ناټو سرمنشي مارک روته په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ په ګډون له یو شمیر لوړ پوړو امریکايي چارواکو د اوکرایین د جګړې په اړه خبرې کوي.

ټرمپ تېره شپه په واشنګټن ډي سي کې خبریالانو ته وویل چې دی به د ناټو له سرمنشي سره وګوري او زیاته یې کړه چې امریکا به ناټو ته د پرمختللو وسلو بېلابېل ډولونه ورکړي او ناټو به یې سل په سلو کې پیسې ورکوي.

XS
SM
MD
LG