د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) نوی راپور ښیي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خوراکي توکو پر مرستو پراخ تمرکز د دې لامل ګرځېدلی چې د خلکو نورو مهمو اړتیاوو لکه اوبو، روغتیایي اسانتیاوو، حفظ الصحې او بیړنۍ سرپناه ته لازمه پاملرنه ونه شي.
په دې راپور کې چې"د افغانستان بشري اړتیاوې او د ۲۰۲۴ کال د رسېدنې پلان" تر عنون لاندې د یکشنبې په ورځ د «جولای په ۱۳مه» خپور شو، په تیر کال کې په هیواد کې د بشري مرستو د رسېدنې تشې، د ملاتړ کچه، لاسته راوړنې او عملیاتي ننګول شوي دي.
اوچا وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د خوړو تر ناامنۍ ډېر پراخ دی او یوې جامع تګلارې ته اړتیا لري.
«اوچا» زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ لمریز کال کې له ۲۲،۴ میلیونو زیاتو کسانو لږترلږه یو ډول بشري مرسته تر لاسه کړې ده، چې له ټاکل شویو موخو ۲۹ سلنه زیاته وه، له دې سره، د دغو کسانو ۶۷ سلنې یوازې خوراکي مرسته ترلاسه کړې چې دا هم په ډیری مواردو کې په کم شمیر دورو او لږو شویو سهمیو کې ترسره شوې ده.
په راپور کې راغلي چې که څه هم د پوښښ دا کچه د خوراکي توکو د شدیدې ناامنۍ د حل لپاره د پراخ لاسرسي څرګندونه کوي، خو په ورته وخت کې دا د هغو ملیونونو خلکو له پامه غورځولو خطر هم په ګوته کوي چې د کال په اوږدو کې د خپلو بنسڼیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوامداره څو اړخیزو ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې ډیری خلک په ځانګړې توګه په کلیوالي او زیانګالو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې او لومړنيو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې د خلکو زیانګالي کېدو د ډېرېدو، د ناروغیو د خپریدو، خوارځواکۍ او د مخنیوي وړ مړینې ګواښونه یې زیات کړي دي.
د «اوچا» په ټکو، زرګونه کورنۍ په ځانګړې توګه له سېلابونو او زلزلو وروسته بې مناسبې سرپناه پاتې شوي او د سړې هوا یا ناسمو چاپیریالي شرایطو پر مهال د بیړنۍ سرپناه چمتو کولو بې وسۍ د زیانګالو کورنیو ژوند ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.
وړاندې راغلي چې دا کمښتونه او ستونزې ښیي چې په افغانستان کې بشري ناورین د خوړو له ناامنۍ زیات دی او یوې جامع او څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري؛ یوه داسې تګلاره چې په ټکو یې، د خوراکي توکو له مرستې زیاته، د څښاک پاکو اوبو، روغتیایي اسانتیاوو او خدمتونو او بیړنیو سرپناوو په څیر نورو بنسټیزو اړتیاوو برابرولو ته رسیدنه وکړي.
د فعالانو په وینا خیریه موسسې باید عامو افغانانو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ډیر تمرکز وکړي.
بلخوا د ټولنیزو چارو ځینې پوهان او مدني فعالان وايي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو د ویش رول د بې وزلۍ په کمولو کې کم دی او مرستندویه سازمانونه باید د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ډیر تمرکز وکړي.
له دې ډلې سید اشرف سادات ازادي راډیو ته وویل چې د سیمه ییز اقتصاد د بیا رغونې لپاره باید د مرستو د چمتو کولو بدیلې لارې ولټول شي. ښاغلی سادات وايي"مرستندویه سازمانونه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید د خوراکي توکو د ویشلو پر ځای د کاري فرصتونو په رامینځته کولو تمرکز وکړي، د کلیوالي ژوند بیا رغولو، د ویالو بیارغونې او جوړونې، د کرنې میکانیزم کولو کې مرسته، په کلیو کې د سړو خونو په جوړولو کې مرسته، د کلیو سړکونو جوړول او ځوانانو ته د عوایدو ترلاسه کولو لارو ښودل غوره حل لارې کېدای شي ترڅو خلک ورو - ورو د اونیزې یا میاشتني ډول خوراکي توکو ترلاسه کولو پورې له تړل کېدو خلاص شي."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل دې تازه راپور کې ویلي چې د بودجې کمښت اړتیاوو ته د اغیزمنې رسېدنې مخه نیولې او په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو رسېدنې لپاره د اړتیا وړ ۳ ملیارد ډالرو څخه یوازې ۴۷ سلنه یې د کال په اوږدو کې ورکړل شوې ده.
وړاندې راغلي چې د دې ناوخته راپور ورکولو له امله، دا شمیره د ۲۰۲۵ کال تر د می میاشتې پورې ۵۳ سلنې ته لوړه شوې وه، خو د ۱.۴۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پاتې تشو ډیری حیاتي برخې د سرچینو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.
«اوچا» مخکې ویلي و، چې نږدې ۲۳ ملیونه خلک روان میلادي کال په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.