د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

له ایرانه ایستل شویو یوشمیر میرمنو په ( سختو شرایطو) کې زیږون کړی دی


له ایرانه راستانه شوي کډوال
له ایرانه راستانه شوي کډوال

یو شمېر میندوارو افغان میرمنو په افغانستان او ایران کې د کډوالو په کمپونو کې په خورا سختو شرایطو او اړینو روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي پرته زیږون کړی دی. د دې میرمنو کورنۍ وايي چې د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي د میندو او ماشومانو روغتیا له جدي خطر سره مخ کړې ده.

له ایرانه راستانه شوي کډوال د خورا ناوړه حالاتو کیسې کوي.

"هېڅ څه نه لرو چې دې خوارکۍ ته یې ورکړو،دا زچه ده همدلته لویدلې، زموږ هیله یوازې خدای تعالی ته ده".

دا له ایرانه د ایستل شوي کډوال باز محمد خبرې دي.

دی د هغه نوي زېږدلي ماشوم پلار دی چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې د هرات ولایت د اسلام کلا پولې د کډوالو په یوه کمپ کې له لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو پرته زیږیدلی دی.

دا ماشوم ډېر په تکلیف وزېږېده، ډېره ګرمي وه، نږدې وه چې مړ شي
د بیرته ستنو شویو په کمپ کې د زیږیدلي ماشوم پلار

باز محمد چې اوس له خپلې کورنۍ سره په شبرغان ولایت کې میشت دی، ازادي راډیو ته یې وویل چې د هغه د نوي زیږیدلي زوی محمد اکبر او د ده د میرمنې جسمي حالت نازک دی او د سختو اقتصادي ستونزو له امله ډاکتر ته مراجعه نه شي کولای. "دا ماشوم ډېر په تکلیف وزېږېده، ډېره ګرمي وه، نږدې وه چې مړ شي، ماشوم مې اوس ډېر ناروغ دی، وضعیت یې ډېر خراب دی، ډېر کمزوری او ډنګر دی او د مېرمنې مې خېټه لا هم پړسېدلې ده، نه پوهېږم چې څه وکړم، پیسې نه لرو چې دا ډاکتر به بوځو، موږ اوس ان د خوراک لپاره ډودۍ هم نه لرو".

په ورته وخت کې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان ښار کې د افغان کډوالو په کمپ کې یو عیني شاهد ادعا کوي چې یوه امیندواره ښځه په دې وروستیو کې د زیږون پرمهال په کمپ کې وه او د هغې د کورنۍ د پرله پسې غوښتنو سربېره اجازه نه ده ورکړل شوې چې له کمپه ووځي او روغتون ته یوړل شي.

ده چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ادعا وکړه چې د یادې ښځې ماشوم د روغتیایی اسانتیاوو او د متخصص ډاکټرانو د نشتوالي له امله له زیږون وروسته سمدستي مړ شو.

" په اردوګاه (کمپ) کې یوې مېرمنې خوارکۍ ولادت کاوه، د مرګ حالت کې وه او اجازه یې ور نه کړه چې ډاکتر ته ولاړه شي او درملنه یې وشي، ماشوم یې کمپ کې مړ شو، واقعاً وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی."

ماشوم یې کمپ کې مړ شو، واقعاً وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی
یو عیني شاهد

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته د ژوند لومړني اسانتیاوو ته له لاسرسي پرته ستنېږي، امیندواره میرمنې، ماشومان او پاخه عمر لرونکي کسان د خورا زیانګالو راستنیدونکو په ډله کې دي او روغتیایی مراقبتونو، خواړو او سرپناوو ته بیړنۍ اړتیا لري.

د نسايي او ولادي څانګې ځینې متخصصین وايي چې میندې د امیندوارۍ او شیدو ورکولو پرمهال مناسبې تغذیې ته سخته اړتیا لري.

د دې متخصصینو له ډلې ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې امیندواره میرمنې او نوې ماشوم زېږونکې میندې باید هڅه وکړي چې د کډوالو په کمپونو کې د خپلې روغتیا اړینې سپارښتنې مراعت کړي او په خبره یې اړتیا ده چې دوی ته د تغذیې اړینې اسانتیاوې او روغتیایی خدمات برابر شي."امیندوارو میرمنو او میندو ته زما سپارښتنه دا ده چې هڅه وکړي چې له عادي اوبو چې پاکې وي ډېره استفاده وکړي، هڅه دې وکړي چې حفظ الصحه ډېره جدي مراعت کړي، په خپله تغذیه او د خوړو رژیم کې او همدارنګه په هغو ځایونو او کمپونو کې چې دوی ژوند کوي، حفظ الصحه په پام کې ونیسي ترڅو دوی په مختلفو ناروغیو اخته نه شي او د ماشوم د ضایع کېدو، له وخت مخکې زیږون او د دې لامل نه شي چې ماشوم د مور په نس کې له منځه ولاړ شي".

دې له مرستندویه بنسټونو، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت او د قابله ګانو له ټولنې وغوښتل چې د کډوالو په کمپونو کې د امیندوارو میرمنو او د هغوی د ماشومانو د وضعیت لپاره بیړني اقدامات ترسره کړي، که نه نو په خبره یې، روغتیایي وضعیت به یې له جدي ګواښونو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جولای په ۸مه د ژورې اندیښنې په څرګندولو وویل چې افغان ستانه شوي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان روغتیایی اسانتیاوو، خوړو او سرپناوو ته سخته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې امیندواره ښځې، د نوي زېږېدولو ماشومانو میندې او بې سرپرسته ماشومان د راستنیدونکو په ډله کې دي، چې یوازې له یو څو شیانو سره هیواد ته ستنېږي.

د کډوالو د حقونو فعالین وايي چې د کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره په ملي او نړیواله کچه یوې جامع او همغږي تګلارې ته اړتیا ده.

عبدالرازق عدیل چې یو له دغو فعالانو دی، ازادي راډیو ته یې وویل چې یوازې د کمپونو جوړول کافیت نه کوي، بلکې باید ډاډ ترلاسه شي چې دا کمپونه د انساني کرامت ساتلو او د بنسټیزو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین معیارونه پوره کوي"نړیواله ټولنه نه باید د دې مسلو په اړه بې پروا وي او باید خپل مالي ملاتړ او ډیپلوماتیک فشار ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د هیڅ مور یا ماشوم ژوند د نه پاملرنې یا اسانتیاوو نشتوالي له امله له خطر سره مخ نه شي، هر ژوندون ارزښتناک دی، او د روغتیا د حق په ګډون د کډوالو د حقونو باید له قید او شرط پرته درناوی او ملاتړ وشي."

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې هم له پاکستانه د راستنیدو پرمهال د افغان میرمنو د زیږون ورته راپورونه خپاره شوي وو.

د ملګرو ملتونو د ادارو د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درې میاشتو کې، ۶۶ افغان ښځو د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې روغتیايي مرکزونو کې زیږون کړی دی.

هغه مهال هم له پاکستانه ځینو راستنو شویو ښځو او نجونو ازادي راډیو ته د اړینو روغتیايي اسانتیاوو په ځانګړې توګه د حفظ الصحې اړوند د امکاناتو د نشتوالي په اړه شکایتونه کړي وه.

له ایرانه د راستنیدونکو لویې څپې او د دوی د ملاتړ لپاره د کافي بودجې نشتوالي د مرستندویه ادارو جدي اندیښنې راپارولي دي.

اسلامي مرستندویه بنسټ( Islamic Relief) د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۱مه، په یوه راپور کې ویلي وه چې د روان کال د جون له لومړۍ نیټې تر اوسه له ۴۵۰ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دې سازمان زیاته کړې چې هره ورځ شاوخوا ۳۵ زره کسان چې زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي، د ایران له پولې افغانستان ته ستنېږي او د نفوسو دې زیاتوالي په افغانستان کې سیمه ییز خدمتونه تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

XS
SM
MD
LG