د جولای یولسمه نېټه د وګړو یا نفوسو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دغه هیواد کې داسې مهال نفوس په زیاتېدو دی، چې پراخې بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخ هم دی.
په بېلابیلو ولایتونو کې د یو شمیر ګڼ میشتو کورنۍیو مشران وايي، له دې امله سخت ځپل شوي دي.
شاه محمد د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی چې ازاد کارو بار کوي، وايي اووه یې خپل ماشومان دي او څلور یې د ورور چې هغه هم ورسره یو ځای اوسېږي او وزګاره دی.
دی چې په کرايي کور کې اوسېږي ادعا کوي، چې کم تر کمه دوی د میاشتې یو لک افغانۍ لګښت لري:
" ډیره مشکله ده د ماشومانو سرپرستي کول، چې د مدرسې او مکتب حسابونه یې راټول کړې یوازې د میاشتې اووه اته زره افغانیو ته یې عادي فیسونه رسېږي، او چې نه یې کوي مسوولیت دی د مور او پلار څنګه یې کوې؟ چې بیخي ګذاره هم وکړو د میاشتې یو لک افغانیو ته مصرف رسېږي، او یوازې زه کار کوم."
شاه محمد وايي، مور او دوه کشرانې مجردې خویندې یې هم ورسره اوسېږي چې ښووخي کې له زده کړو راګرځول شوي او اوس کور کې دي.
د کندهار ولایت یوه اوسېدونکې میرمن چې کونډه ده، او دا هم اووه ماشومان لري، دغه شان د ژوند له سختیو شکایت کوي.
دې د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
" زه ډیرو مشکلاتو کې یم، ډیرو ستونزو سره مخامخ یم، خیاطي کوم او خپل اولاد او کور پرې چلوم، ډیره ګراني ده، مشر زوی مې ناروغه دی، زه چې په خیاطۍ سره دا کور چلوم نه چلېږي، ما سره هیڅ کمک هم نه دی شوی. "
د ولادي او نسايي برخې ډاکټرانې میرمنو ته سپارښتنه کوي چې باید د زېږونونو تر منځ واټن په پام کې ونیسي، ګني په خبره یې مور او ماشوم دواړو ته ستونزې پېښېدای شي.
د ولادي او نسايي څانګې متخصصې ډاکټرې نسیمې حبیبي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې حدا اقل میندې باید د هر زېږون تر منځ درې کاله واټن وساتي:
" که چيرې یوه مور دا واټن په پام کې نه نیسي، امکان لري چې ستړیا او استرس ورته پیدا شي، دغه شان د زېږون پر مهال دا له خطرونو سره مخ کېدلای شي، کله چې یوه مور یو ماشوم زېږوي باید د هغه ټولې اړتیاوې پوره کړي، دا چې یو ماشوم زېږوي، کاله ورسته بیا بل زېږوي ورته رسیدنه نشي کولای، چې بیا ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته کېږي."
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان یونسف ویلي، دا مهال په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومانو خوارځواکي تجربه کوي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان له دې ډلې مجیب لحاظ انتقاد کوي وايي، په افغانستان کې د نفوسو د زیاتوالی د شرایطو په اړه خلکو ته لازم عامه پوهاوی نه دی ورکړی شوی او نه هم په خبره یې په پلاني شکل ورته کار شوی دی:
" د نفوس زیاتېدنه په افغانستان کې په پلاني شکل باندې نه ده، له وګړو نیولې تر بنسټونو پورې په دې برخه کې هغه ډول عامه پوهاوی چې باید ورکړل شوی وای نه دی ورکړل شوی، نو اولادونه پیدا کېږي، خوشې کېږي او تر ډیره چې له کورنیو سره تشویش وي، تر ګېدې او شخصي لباس پورې محدود وي، چې په دې برخه کې یو فکر عام دی چې، روزي رسان یې خدای دی، دا له یوې خوا په کورنیو ډیر فشار واردوي له بله پلوه په بنستونو هم ډیر زیات بوج او فشار راځي."
ښاغلی لحاظ وايي، د نفوسو دغه غیر پلاني زیاتېدنې بیلابیل ناورینونه رامنځته کړي چې تر ټوله مهم یې بې وزلي او پراخ بشري ناورین دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) ویلي، سږ زېږدیز کال به په افغانستان کې ۲۳ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ لمریز کال د اګست له ۱۵ مې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په دغه هیواد کې بې وزلي او بې کاري په بې ساري کچه زیاته شوې ده چې د دغه هیواد د نېږدې ۴۴ میلیونې ټولنې ډیره برخه ترې کړېږي.
یو شمیر نړیوالو ادارو له دې ډلې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق( یو، این، ایف پي، اې) د افغانستان د وګړو شمیر له ۳۴،۸ زیات ښودلی دی.
داسې مهال چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ۱۴۰۴ لمریز کال د افغانستان اتکلي نفوس ۳۶،۴ ملیونه ښودلی خو ویلي چې ډیر ژر به رسمي سرشمیرنه هم وکړي.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون ته ویلي، چې د دې شمیر ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې دي.
د ده به خبره په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانستان د وګړو اتکلي شمیر ۳۲ ملیونه، ۶۹ زره او ۱۶۷ تنه و.
نن د جولای یولسمه نېټه د وګړو یا نفوس له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجرايي شورا دا ورځ په ۱۹۸۹ کال کې په دې نوم نومولې ده چې اصلي موخه ترې، د وګړو په تړاو د اړوندو مسایلو په اړه د عامه پوهاوي پراختیا ده.
سږ دا ورځ په دې شعار سره نماځل کېږي" په یوه عادلانه او هیله بخښونکې نړۍ کې ځوانانو ته د داسې کورنۍ رامنځته کولو توان ورکول، چې هغوی یې خپله غواړي."
افغانستان کې داسې مهال د مخ پر زیاتېدونکي نفوس په اړه اندېښنې مطرح دي چې د نړۍ ډیری هیوادونو کې بیا ورځ بلې ته د نفوسو د کمښت په اړه تشویشونه په ډېرېدو دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د UNFPA-YouGov یوې نظر پوښتنې چې په ۱۴ هیوادنو کې له ۱۴ زرو زیاتو کسانو سره شوې ښودلې چې ډیری دوی ډیر ماشومان غوښتل، خو ټولنیزې، اقتصادي او روغتیايي ستونزې یې پر وړاندې خنډ وې.