د پېښور او تورخم ترمینځ د اورګاډي پټلۍ له ۲۰۰۷ز کال راهیسې ړنګه پرته ده
د خیبر سفاري په نوم په بخار د چلېدونکي اورګاډی ماشین په لنډي کوتل کې د سیلانیانو لیدو ته ایښوول شوی دی. په هغه اورګاډي کې به سیلانیان له پېښوره تر لواړګي تلل، تاریخي ځایونه به یې لیدل او له مېچنۍ پوستې به یې تورخم او د ننګرهار ولایت نظاره کوله. خو په ۲۰۰۷ز کال کې په سېلابونو کې د پټلۍ له ړنګېدو راهیسې ورباندې رېل ګاډي تګ راتګ نه دی کړی. البته په وروستیو کې د پاکستان مرکزي حکومت د پېښور او تورخم ترمینځ د اورګاډي پټلۍ بیارغولو ژمنه کړې ده.