دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې دا روغتونونه د ډاکټرانو، بسترونو، درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي، چې له دې امله د ماشومانو سمه پالنه او درملنه ورته ستونزمنه شوې ده.
د هلمند ولایت یوه اوسیدونکې وایي، کوچنی ورور يې په خوارځواکۍ اخته دى، خو په خبره یې د درملنې لپاره يې په روغتونونو کې لازمې اسانتياوې نشته.
دې چې نه غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته یې وويل، څو ځلې يې خپل ناروغ ورور دولتي روغتونونو ته وړی، خو په خبره یې کله د ګڼې ګوڼې له امله ورته نوبت نه رسېږي او کله يې سمه درملنه نه کېږي"ما خپل کوچنی ورور چې په خوارځواکۍ اخته دی، څو څو ځله ولایتي روغتون ته یوړ، خو ګڼه ګوڼه ډېره وه او اسانتیاوې یې کمې شوي، موږ شخصي روغتونونو ته د تګ وس نه لرو، له حکومت او موسسو مو غوښتنه ده چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره اسانتیاوې برابرې کړي."
د بلخ ولايت اوسېدونکې مهناز هم په دولتي روغتونونو کې چې د بهرنيو موسسو په ملاتړ فعاليت کوي، له روغتيايي ستونزو شکايت کوي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل"په بلخ ولايت کې روغتيايي ستونزې د پخوا په پرتله زياتې شوې دي، شاوخوا يوه اونۍ وړاندې له خپلې یوې امیندوارې ملګرې سره دولتي روغتون ته تللې وم، د روغتون له دروازې نیولې تر معاينې پورې دوی پيسې غوښتې، په داسې حال کې چې پخوا داسې نه وو، ناروغان په ليکو کې ولاړ وو، اميندوارو مېرمنو درد تېراوه، دا ټولې ستونزې يوازې د دې لپاره دي، چې د دوی اقتصاد ښه نه دی، ځکه دولتي روغتونونو ته ځي، له هغه وخته چې مرستې بندې شوي، وړیا درمل هم نشته."
په افغانستان کې د نازک روغتیايي وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (ام اس اف) د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۳مه) په یوه راپور کې ویلي چې د ماشومان تر منځ د ناروغیو د زیاتېدو له امله هلمند، هرات او بلخ ولایتونو کې د دې بنسټ تر ملاتړ لاندې روغتونونو باندې فشار زیات شوی دی.
د ياد سازمان په ټکو، دغه روغتونونه د ډاکټرانو، بسترونو، درملو او طبي وسايلو له کمښت سره مخ دي، چې له دې امله یې په کې د ماشومانو سمه پالنه او درملنه ستونزمنه شوې ده.
د بې پولې ډاکترانو سازمان زیاته کړې چې ډېر شمیر ناروغ ماشومان روغتونونو ته راوړل کیږي، خو ډیری یې د طبي پاملرنې ترلاسه کولو مخکې باید اوږد انتظار وکړي.
یاد سازمان وايي، د هلمند د بست روغتون په بېړنۍ څانګه کې د درملنې لپاره له پنځو کلونو د کم عمره د مراجعینو ماشومانو شمېر چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۵۴ زره و په ۲۰۲۴ کال کې یو لک او ۲۲ زرو ته لوړ شوی دی.
د یاد سازمان شمېرې ښیې چې یوازې د روان کال په اپریل میاشت کې، نږدې ۱۴ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د روغتون بیړنۍ څانګې ته وروستل، چې د ۲۰۲۰ راهیسې د میاشتنۍ مارجعې ترټولو لوړه شمیره ده.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان راپور دغه شان ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په هرات کې د دې موسسې په ملاتړ د روغتون په بیړنۍ څانګه کې هره ورځ په اوسط ډول د ۳۵۴ ماشومانو درملنه شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
په يادو روغتونونو کې ډاکټران دا حالت تاييدوي او وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د ناروغانو شمېر زياتېږي.
د هلمند ولایت د بست ولایتي روغتون د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر شېرعلي زهیر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل"بست روغتون په اصل کې د ۱۵۰ ناروغانو لپاره جوړ شوی وو، اوس که یوازې یوه څانګه وګورو، د ماشومانو برخه، تر ۳۵۰ ناروغان لري، دا حقیقت دی چې کله د ناروغانو شمیر ډیریږي، د خدمتونو کیفیت ټیټیږي، مګر «ام اس اف» موږ ته تر اوسه نه یو پریښي چې کومې ستونزې سره مخ شو."
دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د جنوري په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اجرایوي فرمان تر صادرېدو وروسته د متحده ایالاتو ټولې بهرنۍ مرستې وځنډول شوې.
ټرمپ هغه وخت ویلي وو چې بیوروکراسي یې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.
د دې مرستو بندیدو د روغتیا سکتور په ګډون په افغانستان کې په بیلابیلو برخو اغیز کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان او همکارې ادارې یې «د روغتیا نړیوال کلسټر» د روان کال د جوزا په ۲۵ مه ویلي وو چې د امریکا له خوا د مرستو له بندولو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۲ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه درول شوي دي.
بلخوا د افغانستان د اکثرو ولایتونو په ځانګړي ډول د لرو پرتو سیمو اوسیدونکي تل د روغتیايي مرکزونو او مسلکي ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، وايي ستونزې یې باید هواري شي.