فرانس پریس اژانس د ځایي چارواکو په حواله ویلي، ځانمرګي بریدګر نن ( شنبه د چنګاښ ۷مه) د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوځ له کاروان سره وجنګوه.
تراوسه د پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
تحریک طالبان پاکستان د برید مسولیت منلی دی.
پاکستان تل تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې پټن ځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.
د ازادۍ راډیو مشال څانګه یوه بل خبر کې وایي چې نن سهار پیښور کې نامعلومه کسانو یو پولیس په ډزو وژلی دی.
د شاه پور تاڼې مدد محرر اسلام مشال راډيو ته وویل چې ۴۰ کلن شهنشاه نومي پوليس د جون پر ۲۸مه سهار له کوره د کار پر لور روان وو چې د شاه پور په حاجي اباد سيمه کې پرې برید وکړ.
د دوی په وینا، برید داسې وسله والو کړی چې پر موټرسایکل سپاره وو. دی وايي پولیس عسکر د پېښور ليډي ريډنګ ته وړل روغتون ته وړل شوی او هلته یې سا ورکړې ده.
د دې پېښې زمه واري لا چا نده منلې. پولیس وايي پلټنې کوي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ورته ترهګریزو پیښو د ډیریدو خبر ورکوي او د راپورونو له مخې تېر ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې د ترهګریزو پیښو له اړخه تر ټولو ډیر خونړی و.