د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

په نړيوال نظام کې د افغانستان دتدريجي ادغام طرح


روزا اوتنبایوا
روزا اوتنبایوا

د یوناما مشره وايي، د ملګرو ملتونو د "موزاییک" په نوم طرحه په نړيوال نظام کې د افغانستان دتدريجي ادغام لپاره روښانه لار وړاندې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموریت (يوناما) مشره وايي د"موزاییک" طرحه کې د طالبانو حکومت ته له رسميت ورکولو پرته هڅه کېږي چې د ټولو غږونه په یوه ټول ګډونه پروسه کې واوري او د خبرو پهمرکز کې مهمې مسئلې مطرح شي.

روزا اوتونبایوا د دوشنبې په ورځ (د جون په۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال ټینګار وکړ چې دا طرحه د تعامل او باور پر بنسټ جوړه او موخه یې د بشري حقونو، د ښځو وضعیت، د قانون حاکمیت او نړیوالو مکلفیتونو په څېر په حیاتي برخو کې د رښتینې همکارۍ پیاوړتیا ده.

نوموړې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د«موزاییک نوې طرحه په

نړیوال نظام کې د افغانستان د تدریجي ادغام لپاره روښانه لاره برابروي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دغه راز په راتلونکو څو ورځو کې د دوحې د څلورمې ناستې د جوړېدو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، دا طرحه یومهم پرمختګ دی ځکه په خبره یې، د متقابل تعامل او باور له لارې به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخو کې رښتینې همکاري رامنځته شي.

“موږ په افغانستان کې دننه او بهر له بېلابېلو ډلو سره تعامل وکړ،نه یوازې د لید لورو د انعکاس لپاره؛ بلکې د دې لپاره چېډاډ ترلاسه کړو چې دا یوه داسې پروسه ده چې د ټولو غږونه په کې اورېدل کېږي، په څو راتلونکو ورځو کې به ملګري ملتونهپه دوحه کې د دوو کاري

ګروپونو د غونډو مشري وکړي چې یوه یې د مخدره موادو پر ضد

د مبارزې اړوند او بله د خصوصيسکټور په اړه ده چې د ۲۰۲۴ کال د غونډې دوام دی چې بېلابېلې ډلې به مېز ته راټولې کړي.”

روزااتنبایوا زیاته کړه چې طالبان توانېدلي چې نسبي امنیت او ثبات رامنځته کړي، اقتصادي وده او بهرنۍ پانګونې ته وده ورکړي،دغه راز نیمه پاتې زیربنایي پروژې یې پیل کړي او ډیپلوماټیکې اړیکې په ځانګړې توګه سیمه کې یې ژورې کړي، خو په خبره یې په ورته وخت کې د طالبانو محدودیتونه او تبعیضي تګلارې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په نښه کول دوام لري چې نړیوال نظام ته د افغانستان ستنول ستونزمنوي.

نوموړې وویل چې طالبانو هم د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو، بندیزونو، د رسمیت نه پېژندنې، د پراختیایي مرستو د اړتیا او پر مرستو د تړل کیدو د ختمېدو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي.

د یو شمېر هېوادونو استازو هم د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او پر نجونو او ښځو د بندیزونو پر لرې کولو او بشري حقونو ته په درناوي یې ټینګار وکړ.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي و چې د دوحې پروسې په څلورمه ناسته کې دوی د ګډون لپارهچمتووالی روان کړی دی.

د دوحې د پروسې درېیمه ناسته د ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شوه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري یې کوله، کابل ته له ستنېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې یې وویل چې په یاده درېیمه ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له دوی سره د خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه خبرې وکړ.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرایوي مشرې سیما باهوس په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دطالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه نور هم سخت شوي دي.

دې زياته کړه، چې ٧٨ سلنه ښځې او نجونې له زده کړو، کار او نورو حقونو بې برخې دي، چې دا یې د افغانستان او د پرمختګ لارې لپاره یې ویجاړونکې وبلل.

"په افغانستان کې له ۱۸ تر ۲۹ کلونو پورې شاوخوا ۷۸ سلنه ښځې او نجونې نه زده کړې کوي، نه کار کوي او نه هم کوممهارت زده کوي؛ داسې وضعیت چې افغانستان یې د نړۍ په کچه د جنسیت تر ټولو ژورې تشې سره مخ کړی دی."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو په افغانستان کې د دوی له بیا واکمنېدو سره له نږدې څلورو کلونو یې نجونې او ښځې یې له شپږم ټولګي نه پورته له زده کړو، پوهنتون ته له تللو، په ډېرو دولتي او غیردولتي ادارو کې له کار کولو او په ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډونه راګرځولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ډوروتي شی د امنیت شورا په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه د واشنګټن پالیسي تر بیا کتنې لاندې ده او زیاته یې کړه چې د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ سربېره لا هم په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی.

په همدې حال کې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جویس مسویا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانانو دناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو د بودیجې یوازې ۲۱ سلنه تمویل شوې ده.

XS
SM
MD
LG