په داسې حال کې چې په پاکستان کې د شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو لپاره د "پي او ار" کارتونو قانوني موده د روانې میلادي میاشتې په پای کې پای ته رسېږي، د بخښنې نړیوال سازمان د دې کډوالو د احتمالي جبري اخراج او په پراخ ډول یې د بشري حقونو د نقض په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
امنستي انترنشنل د جمعې په ورځ، د جون په ۲۰مه، د پاکستان له حکومت وغوښتل چې سمدستي د دې کارتونو د اعتبار موده وغځوي او په رسمي ډول، د بهرنيو کډوالو جبري اخراج لغوه کړي.
یاد سازمان زیاته کړې، که چیرې د "پي او ار" کارت لرونکي افغانان، افغانستان ته بیرته ستنیدو ته اړ شي، نو دوی به د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ لکه له قضا پرته اعدام او شکنجې، د بشریت پر ضد جنایتونه او جنسیتي ځورونې سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان فدرالي حکومت د "پي او ار" کارت لرونکو ته د روان زیږدیز کال د جون دیرشمه نیټه، در ضرب الاجل په توګه ټاکلې، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا به وغځول شي که نه.
په پاکستان کې د "پي او ار" کارت درلودونکي یو شمېر افغانان هم د دې هیواد له حکومت غواړي چې د دوی د کارتونو د اعتبار موده وغځوي.
په پيښور کې یو افغان کډوال عبدالمطلب ازادي راډیو ته وویل: «زمونږ غوښتنه دا ده چې مونږ سره دې نرم چلند وکړي او په بې عزتۍ مو دې له دې ځایه نه شړي. افغانستان زمونږ هیواد دی، نن یا سبا به بیرته ولاړ شو، خو لږ تر لږه دې مونږ ته وخت راکړي تر څو وشو کولای خپلې معاملې او کاراو بارونه راټول کړو، مونږ ته دې وخت راکړي او ودې وايي چې په خوشحالۍ بیرته ستانه شئ.»
د "پي او ار" کارت درلودونکی يو بل افغان اسلم خان هم وايي: «موږ افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ یو، خو مونږ ته باید یوه زمینه برابره شي، ځکه چې موږ په افغانستان کې سرپناه نه لرو، ۴۵ کاله مو دلته تېر کړي دي. موږ څنګه افغانستان ته ولاړ شو؟ ایا دوی به موږ ته اجازه راکړي چې له ځانه سره یو څه یوسو؟ خلک دلته مالونه لري، غواوي او پسونه لري، موټرې لري، کار او بار لري، د پیسو حساب يې دلته دی، اوس مو دوی په یوه ورځ کې له دې ځایه باسي، زمونږ کار او بار به تباه او برباد شي.»
مخکې بیا یو شمېر افغان کډوال چې افغانستان ته ستانه شوي، ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستاني پولیسو له ناسم، او له سپکاوي ډک چلند څخه شکایتونه درلودل.
دوی ویلي وو چې په ځینو مواردو کې ان ورته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپل وسایل او شتمنۍ له پاکستانه وباسي.
د "پي او ار یا د افغان کډوالو د ثبت کارت" په پاکستان کې د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د قانوني سند په توګه پیژندل کیږي، چې د پاکستان د نوم لیکنې ادارې (نادره) لخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) په همکارۍ افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل پیل کړل.
خو دا پروسه وروسته له هغه چټکه شوه چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې وروسته د (ای سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکو افغانانو د ایستلو اعلان وکړ.
د یادونې ده چې د پاکستان ترڅنګ، ایران هم له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ویلي چې په اپریل او مې میاشتو کې شاوخوا نیم میلیون کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.