د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

افغان سندرغاړې زلاله هاشمي؛ "۱۶ ورځې شوې لادرکه ده"


افغان سندرغاړې زلاله هاشمي
افغان سندرغاړې زلاله هاشمي

د افغان سندرغاړې او د کابل ښار اوسېدونکې زلالې هاشمي کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې له تېرو ۱۶ ورځو راهیسې نادرکه شوې او دوی یې په اړه هېڅ دول معلومات نه لري.

د زلاله هاشمي مېړه سید محسن هاشمي د جون په ۲۰مه د زلالې په ټیلیفون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "نن ۱۶ ورځې شوې چې له مېرمن مې هېڅ معلومات نه لرم، اختر ته درې ورځې پاتې وې چې د اختر د وسایلو د پېر لپاره د یوې خاله لور سره یې ولاړه، له هغه وخته چې ورکه ده، مختلفو امنیتي بنسټونو، حوزو ته ولاړو، تر اوسه چې ۱۶مه ورځ یې ده هېڅ اثر یې نشته، زما غوښتنه دا ده چې د هغې د ادرس، مړي ژوند او دا چې چېرې ده، پوښتنه دې وکړل شي."

د ده په وینا زلالې خپل ټیلیفون کور کې پرېښی و او مخکې له دې چې خپل د خاله له لور سره یوځای شي، نادرکه شوې ده.

سید محسن وایي یو څلور کلن زوی لري او له هغه مهاله چې زلاله نادرکه شوې د زوی روغتیایي وضعیت یې خراب دی او هره ورځ یې روغتون کې بستروي

د زوی روغتیایي وضعیت یې خراب دی او هره ورځ یې روغتون کې بستروي

.

د زلاله هاشمي خاوند ادعا کوي چې پخوا وخت ناوخت یې د خسرګنۍ د کورنۍ له خوا له ستونزو سره مخ شوي، خو اوس مهال یې له زلالې سره خوشحاله ژوند درلود.

د سید محسن د ادعا له مخې د زلالې مور او پلار له یو بل جلا شوي وو چې مور یې پاکستان او پلار یې په ایران کې استوګن دي او دوی ورسره اړیکه نه درلوده.

له هڅو سره سره د زلالې هاشمي له مور او پلار سره په خبرو بریالي نه شوو.

د زلالې د مېړه په خبره، په دې وروستیو کې یې جرمني ته د تګ کېس پروسس شوی و او ټاکل شوې وه چې دوی لنډو ورځو کې له افغانستانه ووځي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د دوی د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي د مېړه د ادعاوو په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د زلاله هاشمي نادرکه کېدل اندېښمنوونکي بولي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو او بشري حقونو فعالې ماریا نوري ازادي راډیو ته وویل: "

دا پېښه اندېښمنوونکې ده چې یوه هنرمنده افغان ښځه داسې ورک کېږي، هېڅ څوک نه پوهېږي چې چېرې تللې او څه بلا پرې راغلې

دا پېښه اندېښمنوونکې ده چې یوه هنرمنده افغان ښځه داسې ورک کېږي، هېڅ څوک نه پوهېږي چې چېرې تللې او څه بلا پرې راغلې، دا په دې معنی چې له دې وروسته به هېڅ فعاله ښځه افغانستان کې د امن احساس نه کوي، نن زلاله ورکه ده، سبا به د چا نوبت وي؟ دا وېره هره ورځ افغان ښځو سره ده، خصوصاً هغو ښځو سره چې هنر، تعلیم، رسنیو یا ټولنیزو برخو کې کار کوي، موږ باید چپ پاتې نه شو، که سکوت وکړو ښايي سبا نورو ښځو سره داسې وشي، موږ د زلالې له کورنۍ ملاتړ کوو."

دا هم له رسنیو، د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د نوموړې موندلو کې مرسته وکړي.

زلاله هاشمي په افغانستان کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړ چې کله یې د افغان ستوري په نوم د سندرو سیالۍ کې چې د طلوع خصوصي ټلوېزیون لخوا خپرېده او د لسګونو نارینه سندرغاړو په منځ کې څرګنده او لومړي پړاو ته یې لار وموندله.

XS
SM
MD
LG