د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۵

نږدې دوه لکه افغان ماشومان په پاکستان کې له تعلیمه بې برخې دي


افغان ماشومان
افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، نږدې دوه لکه افغان ماشومان او تنکي ځوانان په ځانګړي ډول نجونې په پاکستان کې لا هم له زده کړو بې برخې دي. دغه سازمان د «غبرګون پلان» په راپور کې چې پرون جمعه د جون ۱۳ مه خپور شوی د معتبرو اسنادو او د بودیجې کمښت هغه لاملونه یاد شوي چې له امله یې افغان کډوال ماشومان له زده کړو پاتې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د طالبانو له لوري د نجونو په زده کړو محدودیت لا هم په خپل ځای دی د سیمه ییزو کډوالو د غبرګون پلان ویلي په ګاونډي هیواد پاکستان کې شاوخوا ۱۹۴ زره افغان ماشومان او تنکي ځوانان په ځانګړي ډول نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي.

د دغه پلان په لس مخیز راپور کې چې پرون جمعه د جون ۱۳ مه د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوي راغلي چې دغه افغان ماشومان په پاکستان کې د زده کړو لپاره لازم اسناد نه لري او په دې برخه کې دوی د بودجې له کمښت سره مخ دي.

په راپور کې خبرداری ورکول شوی چې دا حالت په عمومي ډول د افغان ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کړو مخه نیسي او راتلونکې یې له خطر سره مخ کوي.

د سیمه‌ییزو کډوالو د غبرګون پلان د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یونیسف، سیف دې چلډرن او د زده کړو د بنسټونو سره په همغږۍ پرمخ وړل کیږي او هدف یې د کډوالو د زده کړو او نورو اړتیاوو پوره کول دي.

دغه پلان ټینګار کوي چې که چېرې سمدستي او دوامداره پانګونه ونه‌شي، نو د افغان ماشومانو یو بشپړ نسل به د زده‌کړو په ګډون له هغه فرصتونو بې برخې شي چې له امله یې کولای شي له بې ځایه کېدو وروسته خپل راتلونکې جوړ کړي.

د نجونو ښوونځی - عکس پخوانی دی
د نجونو ښوونځی - عکس پخوانی دی

په پاکستان کې میشتې یو شمېر افغانې کورني بیا وايي د اسنادو د نه لرلو ترڅنګ د دوی ګڼې اقتصادي ستونزې اجازه نه ورکوي چې ماشومان په خصوصي ښوونځیو کې داخل کړي.

د کابل اوسېدونکې تولا چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ مخکې په کابل کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه وايي پاکستان ته د خپلو زده کړو د بشپړېدو لپاره لاړه خو د زده کړو د بشپړتیا هیله یې لا هم همداسې هیله پاتې ده.

«په افغانستان کې د لسم ټولګي زده کوونکې وم، طالبانو زموږ په وړاندې ښوونځي وتړل، دلته پاکستان ته کډوال شو، دلته افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د ویزو ستونزه د پولیسو د نیولو او د ډیپورټ ستونزه، زه خپله دلته له زده کړو محرومه یم، ځکه موږ دلته د مالي ستونزو ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې لرو.»

د څلورو اولادونو مور یاسمین نبي زاده هم په اسلام اباد کې میشته ده او وايي نه یواځې اقتصادي ستونزې یې د اولادونو د زده کړو مخه نیولې بلکې د ویزو نشتوالي هم د افغان ماشومانو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې کړي دي.

«په پاکستان کې افغان نجونې او هلکان د زده کړو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه دوی په خصوصي ښوونځیو کې د زده کړو مالي امکانات نه لري او ان یو شمېر خصوصي ښوونځي له ویزو سره سره افغان ماشومان نه شاملوي.»

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو دشورا مسولین هم وايي چې دغلته میشت په سلو کې شاوخوا اتیا سلنه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي.

د دې شورا مسول میوند عالمي افغان ازادي راډيو ته وویل:

«تقریبا په سلو کې اتیا سلنه افغان کډوال ماشومان له زده کړو محروم دي، کوم شل سلنه چې ښوونځيو ته ځي هغه هم په خصوصي ښوونځیو کې شامل شوي دي، نور خلک له مالي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای ماشومانو باندې زده کړې وکړي، په دولتي ښوونځیو کې اجازه نه ورکول کیږي، او کوم افغان کډوال ماشومان چې له زده کړو بې برخې دي په دوی کې هم ډیری یې نجونې دي.»

د سیمه‌ییزو کډوالو د غبرګون پلان د دغه پروګرام په ترڅ کې یې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۱۲ زره فغان ماشومان چې له نیمايي زیاتې یې نجونې دي په رسمي او غیر رسمي ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي دي، خو په دغه راپور کې راغلي چې د بودجې د کمښت له امله او دا چې تقاضا هم ډېره وه لا هم ډیری ستونزې پر خپل ځای دی.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې هیواد کې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګول شوی دی.

ډیری افغانې کورنۍ د خپلو لوڼو او خویندو د زده کړو د بشپړېدو په هدف ګاونډي پاکستان ته تللي داسې مهال چې پاکستان په وروستیو کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوازې په تېرو دوه میاشتو کې له ۲۱۶ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

پاکستان پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړه.

د دغه هیواد کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل له هغه وخته تر اوسه له یو میلیون ډېر بې اسناده او افغان تابعیت کارت لرونکي افغان کډوال له دې هیواده ایستل شوي او دا پروسه په چټکۍ روانه ده.

XS
SM
MD
LG