د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

ټرمپ: له ایران سره توافق غوره ګڼم، په ایران د اسرائیلو د برید احتمال شته خو نږدې نه دی


دمتحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
دمتحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر وايي چې غواړي ایران سره له جګړې ډډه وکړي، خو زیاته یې کړه چې امکان لري اسرائیل په ایران برید وکړي خو نه غواړي ووایي چې دا برید قریب الوقوع دی.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د جون په ۱۲مه وویل چې هغه په شخصي توګه غواړي له جګړې او پوځي نښتې څخه ډډه وکړي، خو ایران باید په خبرو اترو کې ډیر څه ومني.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې په داسې ورځ وکړې چې سربیره پردې چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران خلاف پریکړه لیک صادرکړ او ایران یې په ځواب کې وویل چې دیورانیمو غني کولو ته به لا زور ورکړي، راپورونو وویل چې اسرائیلو تیاری نیولی که چیرې دامریکا او ایران ترمینځ اټومي خبرې ناکامې شي نو ددغه هیواد په اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل:

زه غواړم یوه دوستانه لاره غوره کړم، خو ایران باید په خبرو اترو کې سختي کمه کړي ، پدې معنی چې دوی باید موږ ته هغه امتیاز راکړي چې دوی یې اوس مهال نه غواړي ورکړي.


ټرمپ په زغرده ونه ویل چې له ایران څخه کوم امتیاز غواړي خو داسې ښکاري چې هغه له ایران غواړي چې د یورانیمو له غني کولو یو مخ لاس واخلي او دا هغه غوښتنه ده چې تهران رد کړې ده.

ښاغلي ټرمپ دخبرو په دوام کې وویل چې هغه له ایران سره یوې هوکړې ته رسیدل غواړي او ټینګار یې وکړ چې امریکا له ایرانیانو سره یو ښه توافق ته نږدې سوې ده.

هغه وویل :

زه توافق غوره ګڼم. تر هغو چې زه فکر کوم چې د یوه ښه توافق فرصت وي زه به غوره وګڼم چې اسرائیلیان لاس په کار نه شي ترڅو ویجاړ نشي.


په عین حال کې، د اکسیوس خبري سایټ په یوه راپور کې ادعا کړې چې امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د ایران انتقامي برید به درانه تلفات را مینځ ته کړې.

د راپور له مخې، د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف تیره اونۍ په خصوصي توګه د امریکا په سنا کې لوړ پوړو جمهوري غوښتونکو ته خبرداری ورکړ چې که اسرائیل د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړي نو ایران کولی شي په ځوابي برید سره درانه تلفات وارد کړي.

په عین حال کې داټومي انرژۍ دنړیوالې ادارې دحکامو شورا دپنجشنبې په ورځ په اکثریت د آراؤو یو پریکړه لیک صادر کړ او په هغه کې یې ایران تورن کړچې په خپلو اټومي ژمنو یې عمل نه دی کړی.

پریکړه لیک له ایران غواړي چې په څو هغو ځایونو کې دیورانیمو د نښو په هکله نړیوالې ادارې ته باید ژرترژه ځواب ووایي چې مخکې یې اټومي سایټونه نه وو معرفي کړي.

لویدیځ چارواکي په دې باور دي چې په لویزان ، شیان ، ورامین او تورقوز آباد کې د یورانیمو کشف شوي آثار کیدای شي ددې نښه وي چې ایران تر ۲۰۰۳ کال پورې د اټومي وسلې د جوړولو پټ پروګرام درلوده.

دایران بهرنیو چارو وزارت اوددغه هیواد د اټومی انرژۍ ادارې دغه پریکړه لیک وغنده او وویل چې دغني کولو په برخه کې به نور اقدامات هم وکړي.

د تیرو شلو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران خلاف یو پریکړه لیک صادروی.

XS
SM
MD
LG