د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا وایي، د داعش خراسان څانګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه کې فعاله ده.
هغه د سه شنبې په ورځ ( د غبرګولي ۲۰مه) د استازو جرګې د وسله والو ځواکونو د خدمتونو کمیټې ته ویلي، وروستیو میاشتو کې د داعش خراسان څانګه په کلکه ځپل شوې ده.
جنرال کوریلا چې داعش یې په نړۍ کې یوه له فعالو ترهګریزو ډلو څخه بللې دغه راز ویلي، طالبانو دا مهال د داعش وسله وال د افغانستان-پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو ته په شا کړي دي.
هغه ویلي "طالبان او د داعش خراسان څانګه" یو له بله کرکه لري.
د نوموړي په وینا طالبانو له پاکستان سره په همغږۍ د داعش په ضد مبارزه کړې او د هغوی لسګونه غړي یې وژلي دي.
له دې سره همهاله یوه بل امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط امریکا غږ ته ویلي " د داعش خراسان څانګې وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیان لیدلی دی، ځکه ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې لارې ته برابره کړې."
دوی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او داعش ترمنځ د یوې نښتې راپور ورکول شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی ځواکونو په پنځلسمه حوزه کې د داعش پر یوه پټن ځای عملیات کړي دي.
د مجاهد په خبره هغو عملیاتو کې د داعش دوه تنه غړي وژل شوي دي.
که څه هم طالبانو ویلي چې دوی د داعش ډلې جرړې ایستلي، خو افغانستان، پاکستان او سوریه کې لا هم د داعش د بریدونو ویره پر ځای ده.
تازه د سه شنبې په ورځ د داعش د ځپلو نړیوال ایتلاف په مادرید کې غونډه وکړه او یو ځل بیا یې د دغې ترهګرې ډلې په ځپلو ټینګار وکړ.
د مادرید د غونډې ګډونوالو ویلي، مخکې له دې چې د داعش ګواښ اروپا او امریکا ته ورسیږي، د دغې ډلې عملیاتې وړتیاوې، مالي سرچینې او د جلب او جذب هڅې باید وځپل شي.